په محاکمو کې د تعزیراتو د تطبیق اساس تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۲۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول مياشتې له ۲۳مې نيټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د محصلانو خدمتونو او انسجام آمریت اړوند د حقوقي کلینیک عمومي مدیریت لخوا د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو څلورم ټولګي محصلانو ته په محاکمو کې د تعزیراتو د تطبیق اساس تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
دغه سیمینار چې د شرعیاتو پوهنځي استاد نوماند پوهنیار محمد مصطفی ناصري لخوا وړاندې شو، چې محصلانو ته یې پکې د تعزیر پېژندنه، د تعزیر مشروعیت دلایل او حکمت، د تعزیري جزاګانو اقسام، تعزیر بالقتل، تعریز بالحبس، تعزیر بالمال، د تعزیر بالمال ډولونه او ورته نورو موضوعاتو باندې بشپړ معلومات وړاندې کړل.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت