محصلانو ته د جرمي صحنې تمثیل تر سره شو.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۲۲:۹
تمثیلي صحنه

 د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د عملي زده کړو په موخه د جرمي صحنې تمثیل تر سره شو. دغه تمثیل چې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـقـاني، مرستیالانو، د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د خوست امنیه قومندانۍ د کریمنالتخنیک مسؤلینو او محصلانو په حضور کې، د محصلانو چارو معاونیت لخوا د خوست امنیه قومندانۍ په همکارۍ محصلانو ته د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو په موخه د امنیه قومندانۍ اړوند کریمنالتخنیک لخوا تر سره شو. په یاد تمثیل کې د جرمي صحنې تشریح، مجـ.ـرم پېژندل، د جرم بررسي کول، د جرم راپور ورکول او دې ورته موضوعات په عملي بڼه وړاندې شول. محصلانو خوښ و، چې د نظري زده کړو تر څنګ ورته عملي زده کړې هم ورکول کېږي، دوی د صحنې وړاندې کولو په جریان کې بېلا بېلې پوښتنې مطرح کړې چې د کریمنالتخنیک مسؤلینو لخوا ورته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول. په وروستیو کې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مجاهد همت یار له ټولو ګډونوالو او په خاص ډول د خوست امنیه قومندانۍ کریمنالتخنیک مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې محصلانو ته یې د عملي زده کړو په موخه د جرمي صحنې تمثیل په ښه شان تر سره کړ. په پای کې د شیخ زاید پوهنتون ادارې لخوا د امنیه قومندانۍ کریمنالتخنیک مسؤلین په ستاینلیکونو تقدیر شول. نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۲۴
Background image

د بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه داخلي ارزونه پیل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه د پوهنتون په کچه د معاونيتونو، پوهنځیو، اصلي کمېټو او آمريتونو داخلي ارزونه د کيفيت لوړونې د نوې ارزونې لړلیک له مخې پیل شوه.
ياده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۲۰:۲۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون له يولسو پوهنځيو څخه ۹۲۰ تنه محصلان فارغ شول.

د شيخ زايد پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال عمومي فراغت غوڼدې شانداره مراسم ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۹۲۰ محصلان د بېلا بېلو څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پلان جوړونې، نظارت، ارزونې او راپور لیکلو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پیل غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

BACK TO NEWS