محصلانو ته د جرمي صحنې تمثیل تر سره شو.

szu_admin
أحد, مايو 18 2025 10:09 مساء
تمثیلي صحنه

 د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د عملي زده کړو په موخه د جرمي صحنې تمثیل تر سره شو. دغه تمثیل چې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـقـاني، مرستیالانو، د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د خوست امنیه قومندانۍ د کریمنالتخنیک مسؤلینو او محصلانو په حضور کې، د محصلانو چارو معاونیت لخوا د خوست امنیه قومندانۍ په همکارۍ محصلانو ته د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو په موخه د امنیه قومندانۍ اړوند کریمنالتخنیک لخوا تر سره شو. په یاد تمثیل کې د جرمي صحنې تشریح، مجـ.ـرم پېژندل، د جرم بررسي کول، د جرم راپور ورکول او دې ورته موضوعات په عملي بڼه وړاندې شول. محصلانو خوښ و، چې د نظري زده کړو تر څنګ ورته عملي زده کړې هم ورکول کېږي، دوی د صحنې وړاندې کولو په جریان کې بېلا بېلې پوښتنې مطرح کړې چې د کریمنالتخنیک مسؤلینو لخوا ورته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول. په وروستیو کې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مجاهد همت یار له ټولو ګډونوالو او په خاص ډول د خوست امنیه قومندانۍ کریمنالتخنیک مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې محصلانو ته یې د عملي زده کړو په موخه د جرمي صحنې تمثیل په ښه شان تر سره کړ. په پای کې د شیخ زاید پوهنتون ادارې لخوا د امنیه قومندانۍ کریمنالتخنیک مسؤلین په ستاینلیکونو تقدیر شول. نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS