اداري کارکوونکو ته د دفتري مدیریت تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۴:۱۶
منړتتاعغل

نن چهار شنبه د ۱۴۰۳هـ.ش کال د کب میاشتې اتمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له  ۲۷مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند، کارکوونکو چارو آمریت د مسلکي پرمختیا مرکز سره په همغږۍ اداري کارکوونکو ته د (دفتري مدیریت)  تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
په دغه ورکشاپ کې به د دفتر پېژندنې، دوسیه بندي، د دوسیه بندي اهمیت، مکتوب، پیشنهاد او استعلام پېژندنه، لیکنه او ځانګړتیاوې، د وخت مدیریت، د اسلام له نظره د وخت ارزښت او د وخت روش موضوعات، د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیار توریالي سنګین لخوا وړاندې شي.
د یادولو وړ ده چې دغه ورکشاپ به دوه ورځې دوام وکړي.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS