د دعوت او ارشاد عمومي کمېتې غونډه تر سره شوه.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۱:۴۶
xxzcvfdbg

 د شيخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم ح.قـ.ـاني په مشرۍ د دعوت او ارشاد اصلي کمېټې غونډه چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ ریاست رئیس استاد کلیم الله محمدي هم ګډون درلود، تر سره شوه.

په غونډه کې د محصلانو د راتلونکي پنځلس ورځني دیني سیمینار د پیل لپاره د اماده ګۍ، د ماسپیښین لمانځه په جماعت سره د اهتمام، د مهال وېش له مخې د استادانو په حلقوي درسونو کې د ټولو استادانو په ګډون او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث تر سره او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت څخه محصلانو ته د پنځلس ورځني دیني سیمینار برابرولو په موخه د راغلي پلاوي مشر او د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ رئيس استاد کلیم الله محمدي وویل؛ دغه سیمینار د پوهنتون د يادې کمېتې سره به په همغږۍ پر مخ وړو، چې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم ح.قــ.ـاني لخوا ورته د همکارۍ او لازمو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړل شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۹
Background image

محصلانو ته د جـرمي صحنې په مورد تمثیل وړاندې شو.

د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د قــتل جــرمي صحنې په اړه تمثیل وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حــقـاني، مرستیالانو، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۰
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې لخوا دوه مياشتنی سيمينار پیل شو.

دغه سيمینار چې د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو لپاره د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري د پوهنتون ادارې سره په همغږۍ په لاره اچول شوی، چې په ترڅ کې به یې بېلا بېلو دیني. . .

BACK TO NEWS