د شيخ زايد پوهنتون د شپې برنامې څخه ۲۵ تنه محصلان فارغ شول.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۴:۱۶
کمنخهع

نن پنجشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۱۳مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له لومړۍ نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون له دوو پوهنځيو اقتصاد، حقوق او سياسي علومو د شپنیو برنامو څخه ۲۵ تنو محصلانو د یوې ګډې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه تر لاسه او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

هغه غونډه چې په همدې موخه نن ورځ د شيخ زايد پوهنتون نهم بلاک د غونډو په تالار کې رابلل شوې وه، د يادو پوهنځیو رئيسانو، استادانو، کارکوونکو، د فارغېدونکو محصلانو خپلوانو او محصلانو ګدون کړی و.

د قرآن کريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د اقتصاد او حقوقو پوهنځیو رئيسانو ویناوې وکړې، دوی په خپلو خبرو کې فارغېدونکو محصلانو او د هغوی خپلوانو ته مبارکۍ ورکړې او محصلانو ته یې د زده کړو د دوام تر څنګ ورسپارل کېدونکي دندې په پوره صداقت ترسره کولو لارښوونې وړاندې کړې.

غونډه فارغېدونکو محصلانو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۶:۴۱
Background image

د شیخ زاید پوهنتون د فوق لیسانس برنامو علمي بورډ ناسته تر سره شوه.

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وري مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې له ۸مې نيټې سره سمون لري، د فوق لیسانس برنامو علمي بورډ ناسته د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۶:۳۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو او اداري برخو حاضریو کنترول ترسره شو.

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وري مياشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې له ۷مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رهبرۍ لخوا د پوهنتون د اداري او تدریسي برخو د حاضریو کتابونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۵:۱۴
Background image

د ځنګلونو، اوبو او هوا نړیوالو ورځو په مناسبت سيمينارونه ورکړل شول.

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وري مياشتې ۴مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له ۲۴مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون ریاست مقام په تالار کې د ځنګلونو، اوبو او هوا نړیوالو. . .

BACK TO NEWS