خوست بایزید لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه کې د څېړنې میتودلوژي تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۱:۲۶
kjhuoiy

خوست بایزید لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه کې د یادې مؤسسې او پامیر خصوصي پوهنتون استادانو ته د شیخ زاید پوهنتون له لوري د (څېړنې میتودلوژي) تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

په نوموړي ورکشاپ کې د څېړنو اړینو مفاهمو پېژندنه، د څېړنې مهم ډولونه، د څېړنې لپاره د غوره موضوع ټاکل، د څېړنې د پروسې پړاوونه، د تحقیقي رسالې د برخو تشخیص او یو شمېر نور موضوعات وړاندې شول.

یاد ورکشاپ د شیخ زاید پوهنتون علمي څېړنو معاونیت په هڅو جوړ او د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي استاد پوهنیار هارون برهان له لوري وړاندې شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS