د شيخ زايد پوهنتون او وردګ لوړو زده کړو مؤسسې تر منځ په علمي او اداري برخو کې د همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۴:۴۰
fghyt

د ياد هوکړه لیک د لاسلیک کيدو په موخه رابل شوې ناسته کې د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مسلمين راشد، د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې رئیس شيخ مولوي صفت الله، د شيخ زايد پوهنتون مرستیالانو او د دواړو پوهنتونونو استادانو حضور درلود.

د دې تړون له مخې به دواړه نهادونه په علمي، څېړنيزو، اداري، تخصصي سيمينارونو، د تجروبو او معلوماتو شریکولو، د استادانو، کارمندانو او محصلانو لپاره د علمي سفرونو برابرولو، له یو بل اسانتياوو او امکاناتو کارولو، په علمي ژورنالونو کې د يو بل مقالو خپرولو او ظرفيت لوړونې په برخو کې له يو بل سره همکاري کوي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS