د څېړنې مېتودولوژي تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۳۴
iuytr

نن سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د تلې میاشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۵مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت لخوا د څېړنې مېتودولوژي تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

یاد ورکشاپ کې د څېړنې پېژندنه، ځانګړنې، ډیزاین، د څېړنې ډولونه، د څېړنې اغېزمن مېتود، د څېړنې مراحل، د موضوع د ټاکلو منابع، د یوې موضوع لپاره د څېړنې معیارونه او د څېړنې اړوند ځينې مهمو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول.

دغه درې ورځنی ورکشاپ چې د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت لخوا په لاره اچول شوی و، د ټولو پوهنځيو څخه ۳۶ استادانو پکې ګډون کړی و، چې د کرنې پوهنځي استاد پوهنمل محمد اسمعيل مقبل لخوا وړاندې شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS