د کیفيت لوړونې په برخه کې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۰:۲۴
dfvbn

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د تلې میاشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الاول مياشتې له ۲۸مې نېټې سره برابره وه، د کیفيت لوړونې آمریت له لوري د مسلکي پرمختيا مرکز په همکارۍ، د اعتبار ورکؤنې سند د خوندیتوب په موخه د پوهنځیو، فرعي کمېټو او څانګو اړوند چکلیست، د ترتیب شویو پلانونو د تطبیق، راپور ورکؤنې او هم د شواهدو راټولولو په تړاو د عامه پوهاوي دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د ورکشاپ د پای په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنيار نورالله حسین خېل د ورکشاپ ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وويل:((پوهنتون د علم توليد مرکز دی، استادان باید خپل تحقیقي فعالیتونه زيات کړي، د تضمين کیفيت پروسې واقعي تطبيق ته بايد کار وشي، را سپارل شوي مسؤلیتونه په رښتیني ډول سرته ورسوو او د شخصي ګټو لپاره ترې استفاده و نه کړو.))

ياد ورکشاپ د کیفیت لوړونې آمر پوهنوال حسام الدین رحیم زي له لوري وړاندې شو، چې پکې مهم موضوعات تر بحث لاندې ونيول شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS