د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو لخوا په اپلاین ډول د معلوماتو شریکولو انټرنيټي پوستغالي په اړه د پوهنتون اداري کارکوونکو ته یو ورځینی ورکشاپ ورکړل شو.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۹:۳۳
asdef

نن دوشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۲۶مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الاول مياشتې له ۱۳مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون معلوماتي ټکنالوژي آمریت کې د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو هر یو احسان الله، هارون او عبدالباعث د پوهنتون اداري برخې کارکوونکو ته د دوی لخوا برابر شوي انټرنيټي پوستغالي، چې له انټرنيټ څخه بغير په اپلاین ډول کولی شي چې له یو بل سره اسناد او نور معلومات په محفوظ ډول شریک کړي، یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ياد انټرنيتي پوستغالي (سافټ وير) په مرسته کارونکي کولی شي چې له اسنادو سربېره، عکسونه، ويډیوګانې له یو بل سره شریکې او ويډیویي کنفرانسونه هم تر سره کړي.

ياد ورکشاپ د شيخ زايد پوهنتون مالي اداري او محصلانو معاونيتونو لخوا په شریکه برابر شوی و، چې د معلوماتي ټکنالوژي آمریت په همکارۍ وړاندې شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۹
Background image

محصلانو ته د جـرمي صحنې په مورد تمثیل وړاندې شو.

د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د قــتل جــرمي صحنې په اړه تمثیل وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حــقـاني، مرستیالانو، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۰
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې لخوا دوه مياشتنی سيمينار پیل شو.

دغه سيمینار چې د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو لپاره د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري د پوهنتون ادارې سره په همغږۍ په لاره اچول شوی، چې په ترڅ کې به یې بېلا بېلو دیني. . .

BACK TO NEWS