په (SPSS) کې د کمي او کیفي ډاټا تحلیل تر نوم لاندې ورکشاپ پيل شو.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۰:۱۹
12

نن سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۲۵مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ذالقعدې مياشتې پنځمې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د ټولنيزو علومو احصائیوي بستې (SPSS) په واسطه د معلوماتو کمي او کیفي تحليل درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ياد ورکشاپ د پیل په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مسلمين راشد په خپلو خبرو کې دا ډول ورکشاپونه د څېړنو په برخه کې ډېر ګټور و بلل او زياته یې کړه، چې زمونږ او ستاسې هر ډول تحقیقات باید د الله جل جلاله رضاء حاصلولو او انسانيت ته خير رسولو په نيت وي، نوموړي د دا ډول ورکشاپونو د لا زياتيدو هيله څرګنده کړه.

یاد ورکشاپ د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت په هڅو برابر شوی دی، چې د بېلا بېلو پوهنځیو (۴۰) څلويښت علمي کادرونه پکې ګډون لري او درې ورځې به دوام وکړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS