د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته تر سره شوه.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۹:۵۳
۱۲۳

 

نن دوشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۳۱مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ذوالقعدې مياشتې له ۱۱مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا ناسته د شيخ الحدیث مسلمين راشد تر مشرۍ لاندې چې د پوهنتون معاونينو، د پوهنځیو رئیسانو، لوړ رتبه استادانو پکې ګډون درلود تر سره شوه.

د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد په پرانیستونکي وینا کې وویل: ((په دندو کې ایمانداري او دیانت معتبر وګڼئ؛ چې په دې سره دندې پر مخ وړل عبادت ګڼل کیږي، د خپلو اړوندو مسؤلینو په اړه هڅه وکړئ چې کړنې یې وڅارئ، وظیفوي مسؤلیتونه ته یې متوجې کړئ، د دوی په خیانتونو سترګې مه پټوئ او په ګناهونو کې له مسؤلینو سره مرسته مه کوئ.))

ياده ناسته کې د درسي بهير څخه د څار کميټې کړنلاره، مالي کميټې راپور، د ۱۴۰۳ هـ.ش کال علمي برنامو بیا کتنه، عملي زده کړو په موخه د محصلانو انتقال لپاره د ترانسپورټ برابرول، د ځینو استادانو ترفیعاتو او نویو مقرریو په اړه بحث تر سره او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS