له شیخ زاید پوهنتون څخه په لومړي ځل شپږ تنه د قرآن الکریم حافظان فارغ شول.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۲۸
صضثقفب

له شیخ زاید پوهنتون څخه په لومړي ځل شپږ تنه د قرآن الکریم حافظان فارغ شول.

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال عقرب میاشتې ۲۵مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادی الاولی مياشتې له ۱۳مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون په عمومي مسجد کې شپږو محصلانو ته د قرآن عظیم الشان د حفظ دستار بندۍ مراسم په داسې حال کې تر سره شول، چې د شیخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مسلمين راشد سربېره، د پوهنتون مرستیالانو، د عامې روغتیا وزارت د خوړو مسؤنیت عمومي رئيس ډاکټر نعیم الله ایوبي، دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالوکیل، یو شمېر نورو علماء کرامو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.

د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، ګډونوالو په خپلو ويناوو کې حافظانو ته د دستار فضيلت مبارکيانو تر څنګ، د شيخ زايد پوهنتون د دغه ستر ګام او نوښت ستاینه وکړه او په راتلونکي کې یې دې برخې ته د لا زياتې توجو غوښتنه وکړه.

د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد حافظانو ته د دغه ستر اعزاز تر لاسه کولو په مناسبت مبارکي ورکړه او هوډ يې ښکاره که چې دا سلسله به جاري ساتي.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو مسؤنیت عمومي رئيس ډاکټر نعیم الله ایوبي، دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالوکیل، شیخ الحدیث خیر الله شاه احقر، قاضي سمیع الله راشد هم ویناوې ترسره کړې.

په پای کې د شيوخو کرامو لخوا حافظانو ته د قرآن د فضيلت پګړۍ ور په سر کړل شوې او مراسم د دعاء په ويلو سره پای ته ورسيدل.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS