علمي چارو معاونیت دفتر کې د تحقیق کمیټې غونډه ترسره شوه.
نن ورځ د ۱۴۰۱ ل.ل کال د لړم میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د ربیع الثاني میاشتې له ۱۹ نیټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو معاونیت دفتر کې د تحقیق کمیټې غونډه ترسره شوه، غونډه د قرآنکریم څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په سر کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي پرانیستونکي وینا وکړه، ورپسي د تالیف او ژباړې پروپوزلونو، د ریسرچ سنټر، د تحقیق فرعي کمیټو ارزونو او په متفرقه موضوعاتو آزاد بحث او پرېکړې وشوې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.