شيخ زايد پوهنتون کې پراخه علمي غونډه تر سره شوه.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۲:۳۱
منخهع

نن شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د تلې مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۱۶مې نېټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې لویه علمي غونډه تر سره شوه، چې د لوړو زده کړو وزير شیخ الحدیث مولـ.ـوي نـ.ــداء محمد نـ.ـدیم، د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال مولـ.ـوي محمد نبي عمـ..ــري، د خوست ولایت والي الحاج عبدالقیوم روحاني، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد، د لوړو زده کړو وزارت د دعـ.ـوت او ارشاد رئيس شيخ شاکرالله وحدت، مالي او حسابي رئیس عبدالباري خپلواک او ورسره راغلي لوړ رتبه پلاوي، د خوست ولایت بېلا بېلو ریاستونو رئیسانو، علـ.ـماء کرامو، د شيخ زايد پوهنتون مرستيالانو، استادانو او محصلانو ګډون کړی و.

د قاري شفیق الله له لوري د قرآن الکريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت وینا وکړه او ویې ويل، چې الحمدلله د شيخ زايد پوهنتون محصلان په نبوي سيرت او شرعي اصولو برابر دي، نن ورځ د افغانستان په هيڅ پوهنتون کې د اسلامي شریعت خلاف نصاب نشته او د دې تر څنګ مونږ پرمختللو عصري علومو ته زياته اړتیا لرو، نوموړي زياته کړه چې مونږ په اسلامي نظرياتو سمبال محصلانو ته ژمن يو او هیڅکله په یوازې ډول د دیني علومو زده کړې غوښتونکي نه يو؛ بلکې مونږ د ژوند نورو عصري او پرمختللو علومو ته هم اړتیا لرو.

د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد په خپله وینا کې وويل، د دنیا په سطحه به داسې مشر پیدا نه کړئ، چې په اسلامي اصولو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو به برابر وي؛ خو الحمدلله زموږ ټول مشران د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو برابر دي او ټول شـ.ـیوخ کرام دي.

نوموړي وويل، چې د دې نظـ.ـام په رأس کې چې څومره وزیران او رئیسان دي، الحمدلله ټول په نبوي سنتو برابر دي او نړۍوالو ته یې وښوده چی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم صورت او سیرت دغه شان و.

د خوست ولایت والي الحاج مولـ.ـوي عبدالقیوم روحاني په خپله وینا کې وويل د ۴۰ کالونو په اوږدو کې د افغانستان خلکو لویه سرمایه چې هغه ځوانان دي له لاسه ورکړي، همدا محصلان دي چې زموږ اړتیاوې به راپوره کوي، چې په راتلونکي کې به دوی ډاکټران، انجینران، ژورنالېستان او په کُل کې پوهه کسان ترې جوړېږي، خو د عصري علومو تر څنګ بايد محصلان د دیني علومو احساس هم له ځان سره ولري.

غونډې ته د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولـ.ـوي نـ.ـداء محمد نـ.ـدیم خپله وینا واوروله، نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې دواړه ډوله علوم عصري او دیني په پوره معنا حاصل کړئ، که په هېواد کې انجینران، ډاکټران، ساینسپوهان او په کل کې عصري علوم ولرو؛ نو د هېواد په ترقۍ کې به بې له شکه مهم رول ولوبوي.

نوموړي محصلانو ته وويل، چې تاسو مکلف یئ چې د خپلو پلارونو او کورنیو هیلې چې له تاسو څخه یې لري پوره کړئ، دا چې موږ دومره مصارف کوو، د دې لپاره یې کوو چې تاسو موږ ته ارزښت لرئ او په تاسو د دې ملت غوښې چې هغه مالیه، عشر او ذکات دی مصرفېږي؛ نو خپل وخت بې ځایه مه تېروئ او له دغو نعمتونو څخه سالمه استفاده وکړئ.

نوموړي د توصیې په ډول محصلانو ته وويل، چې خپل وخت مه وژنئ، خپل وخت په ښو کارونو تېر کړئ او خپل درسونه مو په پوره مهارت ووایئ او په خپل تحصیل کې غفلت مه کوئ، انسان دوه قسمه ژوند لري، یو د مقصد لپاره او بل د ضرورت لپاره!

نوموړي وويل چې خپلې رشتې ته کار وکړئ، زه له تاسو څخه بیخي د نظام ملاتړ نه غواړم؛ بلکې د وطن خدمت درنه غواړم او د دې ترڅنګ په شریعت برابر شخص غواړم او ویې ويل، چې زموږ اداره خدمت ته ژمنه ده او د خدمتونو په لړۍ کې موږ ته که ضرورت شو، خارجي استاذان هم راولو که هغه په هر قیمت وي.

همدا راز ښاغلي نديم وويل، چې د دښمن فزیکي حضور نشته؛ خو فکري اشـ.ـغال اوس هم شتون لري کوښښ وکړئ خپل فکرونه مو د اسلامي شـ.ـریعت په رڼا کې جوړ کړئ، زیاتره خلک د اسلام په نامه زموږ اتفاق له منځه وړي او مسلمانان تخریبوي، کوښښ وکړئ له داسې کسانو څخه ځان او ټولنه لرې وساتئ، استادان باید د محصلانو په فکر جوړولو کې مهم رول ولوبوي.

د خوست ولایت علـ.ـماوو شورا مرستیال شیخ الحدیث عبدالرحمن په خپله وینا کې وويل، چې ستاسو مقصد بايد د عصري علومو څخه تنها ځان ته د سرمایې پيدا کول نه وي؛ بلکې دین او ملت ته به خدمت کول هدف وي او زياته یې کړه چې تاسو عـ.ـسکري مه کوئ، بلکې عـ.ـسکر ته مـهمـ.ـات جوړ کړئ، دهقاني مه کوئ؛ بلکې دهقان ته وسایل جوړ کړئ.

ناسته د امر بالـ.ـمعروف، نـ.ـهي عن المـ.ـنکر او د شکایتونو اوریدلو رئیس شیخ الحدیث شرف الدین نقره کار لخوا د دعاء په ويلو سره پای ته ورسيده.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۳:۵۲
Background image

د شيخ زايد پوهنتون د وارداتي بریښنا پروژې چارې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون د ۲۵۰۰ کيلو واټه وارداتي بريښنا پروژې چارې د لوړو زده کړو وزير شيخ الحدیث مولوي نداء محمد نديم، د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد، د لوړو زده کړو وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۲:۳۴
Background image

د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا ناسته د لوړو زده کړو وزير په مشرۍ تر سره شوه.

نن شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د تلې میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۱۶مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا ناسته د لوړو زده کړو وزير شیخ الحدیث مولوي نـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۲:۳۱
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې پراخه علمي غونډه تر سره شوه.

نن شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د تلې مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۱۶مې نېټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې لویه علمي غونډه تر سره شوه، چې د لوړو زده کړو وزير شیخ. . .

BACK TO NEWS