د (51)قلمه لابراتواري او راډیولوژي موادو قرارداد په اړه:

szu_admin
اعلان

    دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان(1402) کال میزان میاشتې(11)نیټې پوري د (51)قلمه لابراتواري او راډیولوژي موادو قرارداد چاپي شرطپاڼه د نوموړي پوهنتون تهیه  تدارکاتو آمریت  څخه، چې د اقتصاد پوهنځي کې موقعیت لري،  تر لاسه او په داوطلبي کې ګډون وکړي.

    همدارنګه خپل آفرونه  په سر تړلي توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق  د همدې میاشتې (12)نیټې  د غرمې مخکې 10:00بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته  په خپل لاس واچوي.

ناوخت رسیده او انټرنيټې آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین  د شرطپاڼې مطابق د بانک ګرانټي په ډول اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د میزان میاشتې په (12)نیټه د غرمې مخکې 10:10 بجې د مالي اداري چارو معاونیت کې چې ریاست مقام ودانۍ لومړي پوړ کې موقعیت لري،  دایریږي.

په درنښت

 

سید اسماعیل روحاني

د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستیال او سرپرست رئیس

 

ورستی خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۳:۲۷
Background image

د (51)قلمه لابراتواري او راډیولوژي موادو قرارداد په اړه:

دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان(1402) کال میزان میاشتې(11)نیټې پوري د (51)قلمه لابراتواري او راډیولوژي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۶ - ۹:۴۲
Background image

د شیخ زاید پوهنتون تشو بستونو په اړه:

موضوع: د شیخ زاید پوهنتون تشو بستونو په اړه: شیخ زاید پوهنتون لاندې ۱۸ تش بستونه د ازادې سیالی له لارې اعلان ته سپاري:

چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۴:۲۴
Background image

د ترانسپورټي وسایطو تم ځای د داوطلبۍ خبرتيا!

د شیخ زاید پوهنتون اداره د ترانسپورټي وسایطو تم ځای (پارکينګ) د (۴) کلونو لپاره د مزایدې داوطلبۍ له لارې د شرطپاڼې او طرزالعمل مطابق په قرارداد ورکوي، که څوک یې د قرارداد هيله لري خپل . . .

Back to announcements