د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په دریځ باندې د وینا ترسره کولو سیالۍ تر سرليک لاندې پروګرام وړاندې شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۰:۳۲
aswe

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د ميزان مياشتې ۱۲مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الاول مياشتې له ۳۰مې نېټې سره یې سمون درلود، هغه مراسم چې د شیخ زاید پوهنتون د رياست مقام په تالار کې برابر شوي و، د محصلانو چارو مرستيال پوهنیار مجاهد همت یار، استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.

په دغه رقابتي سیالۍ کې د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي ۲۰ تنو محصلانو په دریځ باندې خپلې ترتیب کړې ویناوې واورولې، چې د وینا ترسره کولو پر مهال پنځه کسیزې کمېټې له لوري په څلورو برخو کې ارزیابي شولې، چې د زیاتو نمرو درې اخیستوونکي محصلان د لومړي، دویم او درېیم مقام په ګټلو سره اعلان شول او په ستاینلیکونو ونازول شول.

د يادولو وړ ده، چې د محصلانو ظرفیت لوړونې او تشويق دغه پروګرام د محصلانو چارو معاونیت له لوري برابر شوی و.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS