د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي ریس

 

szu

د ژورنالیزم پوهنځي د رئيس پيغام!

د نړۍ هر اړخيز پرمختګ د علومو د پراختيا او څېړنو په پايله کې صورت موندلی دی چې په اساس يې د وخت اړتياؤ او غوښتنو ته حل لارې راويستلې او د نړۍ په هوساينه او پرمختيا کې يې بې کچې بدلون راوستلی. د نړۍ پرمختللي هيوادونه د علم او پوهې له برکته د نړۍ د اوسني بهير سرلاري دي. که څه هم زموږ ګران هيواد او زموږ ټولنه د لسيزو ناخوالو او بدبختيو له امله له دې ګړندي کاروانه ډيره وروسته پاتې ده؛ خو د دې بدبختيو او وروسته پاتې والي څخه د خلاصون يوه لاره دا ده چې زموږ ټولنه د علم او پوهې په ګاڼه سمبال کړو او په دې برخه کې د نړۍ ليد لوری او مسير تعقيب کړو؛ شپه ورځ زيار وباسو او د ملي يووالي روحيه په ولسونو کې راژوندی کړو. په دې برخه کې بايد په زده کړه او تحصيل باندې پانګونه وشي، کار اهل کار ته وسپارل شي او له وړ اشخاصو او ځوانانو څخه د هيواد په جوړونه او پرمختګ کې ګټه پورته کړو.

خوشبختانه اوسمهال په هيواد کې ګڼ شمېر دولتي خصوصي پوهنتونونه فعاليت لري چې په بېلا بېلو برخو کې علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کوي. يو له دې پوهنتونونو څخه د شيخ زايد دولتي پوهنتون دی، چې د جنوب ختيځ زون په کچه د باور وړ تحصيلي مرکز دی او تر دې مهاله ۱۲ پوهنځي لري چې یو له هغو څخه يې د ارتباطاتو او ژورناليزم پوهنځی دی. ياد پوهنځی په خپل جوړښت کې دوه څانګې، ژورناليزم او عامه اړيکې لري چې د مارکېټ غوښتنو او اړتياوو ته په کتو وړ کادرونه روزي او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کوي.

ياد پوهنځی، د تجربه لرونکو تخصصي علمي کادر غړو په درلودلو سره، د ټولنې اړتياوو او غوښتنو ته په کتو سره د نړۍ د بېلا بېلو پوهنتونونو د ارتباطاتو او ژورناليزم اړونده سيلابسونو مطابق کريکولم جوړ او د عملي اړخونو په پام کې نيولو سره يې تدريس کوي. له نوموړي پوهنځي فارغ شوي کادرونه د رسنيزو او د عامه اړيکو اخلاقو او حقوقو ته ژمن دي؛ په اړونده کاري ساحه کې د نوښتګر او نيوکيز فکر په درلودلو سره د ستونزو د ريښو د راسپړلو او هغوی ته د غوره حل لارو ټاکلو ظرفيت لري؛ پر رسنيزه ټکنالوژۍ، رسنيزه پلټنه او علمي څېړنه برلاسي دي؛ د مديريت او رهبرۍ وړتيا لري او همدارنګه د عامه اړيکو پلان، کمپاين او... اړونده برخو کې د مسلکي لوړتيا لرونکي دي. ياد پوهنځي تر دې دمه ۱۷ دورې فارغان ټولنې ته د ښه خدمت په موخه وړاندې کړي، چې تر ۳۰ زيات يې بېلابېلو پوهنتونونو کې علمي کادر ته جذب شوي؛ لسګونه يې له معتبرو ملي او نړيوالو رسنيو سره په کار بوخت دي؛ سلګونه يې په محلي رسنيو، دولتي او غيردولتي دوايرو او مؤسساتو کې د هيوادوالو په خدمت کې بوخت دي.

زه ډاډه يم چې د ارتباطاتو او ژورنالیزم فارغ کادرونه به د اړونده علمي پانګې په درلودلو  سره په دولتي، غير دولتي ادارو، نړيوالو او ملي بنسټونو، خيريه ادارو او نړيوالو سازمانونو کې په بېلا بېلو موقفونو او بستونو باندې د کار او خدمت کولو موقع ترلاسه کړي او په هره برخه کې به د ګران هيواد په وياړ تلپاتې خدمت ترسره کوي. په همدې هيله باندې چې دوی د خپل خدمت پر وخت اسلامي او افغاني ارزښتونه په پام کې ونيسي او په پوره درناوي سره يې وپالي.

 

په پوره درنښت

د يوه پرمختللي او باثباته افغانستان په هيله!

پوهنمل محمد يوسف ثاقب

د ارتباطاتو او ژورناليزم پوهنځي رئيس

 

کورپاڼه