رئیس پوهنځی ژورنالزم و ارتباط عامه

پوهندوی محمد خان نیازی

بریښنالیک: n.atish@gmail.com

اړیکه:+93700789076

محترم پوهندوی محمدخان نیازی د لعل محمد زوی په ۱۳۵۵هـ ش کال کې د لوګر په ولایت مرکز کې زیږیدلی او په ۱۳۷۱ هـ ش کال د عبدالله مسعود له لیسې څخه فارغ شوی. نوموړی په ۱۳۷۸ کال کې د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د مطبوعاتو څانګې څخه فارغ شوی او په ۱۳۸۴ کال ک د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالېزم په څانګه کې د استاد په حیث مقرر شو. نوموړي په شیخ زاید پوهنتون کې تر اوسه په لسګونو مقالې او علمي اثار لیکلي.

علمي اثار:

  • پوهیالي علمي رتبې څځه پوهینار علمي رتبې ته د ترفع په پار يې د ارتباط په نام علمي اثر لیکلی
  • د پوهینار علمي رتبې څخه پوهنمل علمي رتبې ته یې د فیچر لیکنه تر عنوان لاندې علمي اثر لیکلی
  • له پوهنمل علمي رتبې څځه یې پوهندوی علمي رتبې ته د رسنۍ او ټولنې تر عنوان لاندې علمي اثر لیکلي.

نوموړي د اړیکو اساساتو تر عنوان لاندې هم یو اثر لیکلی، چې اوس مهال پوهنوال علمي رتبې ته د ترفع  لپاره د عامه اړیکو اساساتو تر عنوان لاندې علمي اثر باندې مصروف دی.

له دې سربیره نوموړي پر مختلفو موضوعاتو لکه تبصره، ماډل پیژندنه، سرمقاله، د چاپي خپرونو نظر، په عامه اړیکو کې د غبرګون ګټې د موثرو اړیکو ارزښت او... علمي مقالې لیکلي او چاپ شوي. نوموړي استاد نیازي درې کله د ژورنالېزم د څانګې امریت کړی خو کله چې عامه اړیکو څانګه تاسیس شوه، نوموړی د امر په حیث وټاکل شو. نوموړی په د ځیني وختونه د رئیس په نه شتون کې د پوهنځي سرپرست رئيس هم پاتې شوی خو کله چې د ژورنالېزم پوهنځي پخوانی رئیس پوهاند دوکتور ماستر واحدي تقاعد شو، محتر نیازی په ۱۳۹۸ کال کې د یاد پوهنځي رئیس وټاکل شو او اوس د رئیس په حیث دنده ترسره کوي

پیغام:

ګرانو درنو استادانو، محصلانو، او هیوادوالو!

داچې ۲۱مه  پېړۍ د ټیکنالوژۍ او پوهې پېړۍ ده، په دې پیړۍ کې د ټولو انسانانو د ژوند مختلفې چارې یو له بل سره تړلې دي. د نړۍ له ټولو نعمتونو څخه خوند هغه ملتونه، هیوادونه، چارواکي او انسانان اخلي، څوک چې پوهه لري، ځواکمن اقتصاد لري؛ دوی د نړۍ په هر ځای کې خپلې سیاسي، اقتصادي او نظامي موخي ساتي/ساتلی شي.

د تجارت، سیاست، اقتصاد له کبله پیاوړي هیوادونه د خپلو هر اړخیزو موخو لپاره له رسنیو څخه ګټه اخلي، ځکه چې رسنۍ د نړۍ د هر کور ځانګړی غړی او د هر انسان په ذهن کې ځانګړی ځای لري. هیڅ داسې ټولنه به پيدا نه شي، چې په یو نه یو ډول له رسنیو څخه اغیزمن شوي نه وي؛ د همدې ارزښت له کبله ځیني غربي عالمان نغوذ باالله رسنۍ دوهم خدای بولي.

دا چې رسنۍ له دومره ارزښت څخه برخمنې دي نو موږ ته په کار دی، جې یادې وسیلې د هیواد په هر اړخیزې پیاوړتیا او د هیوادوالو د اذهانو د روښانولو په خاطر استفاده کړو څو خپل ملي فکر د نړۍ د نورو انسانانو تر غوږونو ورسوو. خپلې وروسته پاتې او بې سواده ټولنې هر وګړي ته د ملي ګټو د ساتنې، غښتلتیا، او پرمختګ فکر ورکړو. د دوښمانانو هغه مضر او پټ پلانونه چې د زموږ د سپیڅلي دین، هیواد او کلتور خلاف وي، هیوادوالو ته څرګند او بربنډ کړو.

 رسنۍ د ۲۱مې پېړۍ د موخو د لاس ته راوړلو او د دښمنانو د اهدافو د له منځه وړلو بهترینه وسیله ده نو په کار ده، چې د خپلو ملي رسنیو لپاره داسې پالیسۍ ولرو، چې د هیواد او هیوادوالو هر اړخیزه غښتلتیا، سلامتیا او پیاوړتیا په نظر کې نیول شوي وي.

که چیرې زموږ په هیواد کې د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځی د ملي ګټو د ساتنې لپاره یوه ملي پالیسي ترتیب او د اطلاعاتو کلتور وزارت له لوري په ټولو دولتي او خپلواکو رسنیو باندې تطبیق شي نو به وکولی شو څو خپلې ملي، سیاسي، اقتصادي او... ګټې په ښه شکل سره وساتو.