د شیخ زاید پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۳:۱۹
123

نن ورځ د ۱۴۰۱ هـ.ش کال د حوت میاشتې ۸مه نیټه، چې د ۱۴۴۴هـ.ق کال د شعبان میاشتې ۶مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهندوی سید کمال شاه بنوري لخوا پیل شوه.

szu2
د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي پرانیستونکې خبرې وکړې، الله تعالی بنده ګانو ته د خدمت کولو باندې ډېر اجر ورکوي او الله تعالی د مؤمن بنده اجر نه ضایع کوي.
ښاغلي نیازي زیاته کړه چې له انسان څخه غلطي کیږي، خو بهتر انسان هغه دی چې خپلې غلطۍ جبیره کړي، د کابل ملي کنفرانس په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل او استادانو ته په شیخ زاید پوهنتون کې د ملي کنفرانس د جوړیدو او چمتوالي په نیولو ټینګار وکړ، دوی ته یې لازمې سپارښتنې وکړې ترڅو یو بریالی او مؤفق کنفرانس وړاندې شي.

szu3
ورپسې په علمي ترفیعاتو، تثبیت، نوي تقرر او متفرقه موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې ترسره شوې.
غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS