د شیخ زاید پوهنتون د زینتي بوټو د اصلاح لړۍ پيل شوه!
د شیخ زاید پوهنتون شاوخوا زینتي بوټو د اصلاح لړۍ د کرنې پوهنځي محصلینو لخوا پيل شوه.
د شیخ زاید پوهنتون محصلینو په رضا کارانه توګه د پوهنځيو د مخه ساحې او د پوهنتون رياست شاوخوا نيالګیو شاخه بوري او زینتي بوټو اصلاح کولو لړۍ په مسلکي ډول پیل کړه.
یاده لړۍ د شيخ زاید پوهنتون اداري تر مستقمي لارښونې لاندې پیل شوې ده، چې څو ورځې به دوام وکړي، په ترسره کېدو سره به د پوهنتون ښکلا، لاپسې زياته، د ذهني سکون او مطالعې لپاره به یوه ارامه فضا رامنځته شي.
پاتې دې نه وي، چې د پوهنتون رئیس انجینر همایون معاویه تل د محصلینو حمایت په ماناوي او مادي لحاظ سره کړی دی، ترڅو د پوهنتون سرسبزه محیط په سمسورتیا کې رغنده رول ولري، هوسا او ارام چاپيریال رامنځته کړي، چې ښه بیلګه یې د کرنې پوهنځي محصلینو د اوسني فعالیت ترسره کول دي. محصلین د ټولنې د ملا تیر حثیت په درلودلو سره د ټولنې ځوان ځواک دی، چې باید په اسلامي او وطني روحیه وروزل شي، چې یاد کار د شیخ زاید پوهنتون اداري له اولیتونو څخه شمیرل کیږي.ی
د شیخ زاید پوهنتون فسبوک پاڼې ته لاړ شۍ!