د شیخ زايد پوهنتون رئیس د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د خزاني سمېستر ازموینو له بهير څخه لیدنه وکړه.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۴:۵۸
تالبی

نن دوشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۲۶مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادي الآخرة مياشتې له ۱۴مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د خزاني سمېستر ازموینو له بهير څخه لیدنه ترسره کړه.
په یاده لیدنه کې چې د علمي چارو مرستیال پوهنیار نور الله حسین خېل هم ملتیا کوله او اړوندو مسؤلینو ته یې د شفافو ازموینو اخیستلو لارښوونې وړاندې کړې؛ تر څو د محصلانو حق ضایع نه شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS