د پوهنځی د چاپيريال ساتنې په برخه کې د محصلينو رول

د پوهنځی د چاپيريال ساتنې په برخه کې د محصلينو رول

دا چې شرعياتو پوهنځی د ټولو مشترک کور دی. او د دې کور پاک ساتل د هر فرد ، وطني ا وایماني وظيفه ده. د شرعياتو پوهنځی د تعمیر داخل او بهر د ملازمينو په واسطه د تقسيم اوقات له مخې پاکول کېږي. د هر صنف په داخل کې کثافت دانی کېښودل شوې دي، محصلين کولای شي چې اضافی کاغذونه او نور بې کاره توکي هلته پکې واچوي او وروسته د ملازمينو په واسطه په واسطه مشخص ځای ته وړل کيږي . د ضرورت په وخت کې د محصلينو په واسطه د اشر په ډول ې د پوهنځي استادان يې ملتيا کوي، د پوهنځی چار چاپېره خځلې او نور بې کاره توکي راجمع کيږي او په مشخص ځای کې اچول کيږي، چې دا کار د محصلينو تر منځ د چاپيريال ساتنې په اړه ا نګيزه پیداکړې ده.

 

 

شیخ زاید پوهنتون ویب سایټ/۸

 

د شرعياتو پوهنځی سپورتي برخه

شرعياتو پوهنځی په سطحه د کرکټ منتخب ټيم لرو. چې د نويو محصلينو په راتګ سره هر سمستر تکړه لوبغاړي د پوهنځی په سطحه ټيم ته د ازموینې له لارې لار پیداکوي. تر دې دمه د کرکټ په برخه کې د پوهنځی په سطحه مهمې لاسته راوړنې لري. د لوبو د جريان په وخت د شرعياتو پوهنځی د رهبری او استادانو له خوا تشويق کېږي.

د شرعیاتو پوهنځي راتلونکي تصامیم او پلانونه

۱- د شرعیاتو پوهنځي رئیس او استادان به د تیر په څير په منظم ډول خپلو وسپارل شویو دندو ته دوام ورکوي، قوانین او مقررات به حتی الوسع پلي کوي، په همدې ترتیب د پوهنتون د پرختیا لپاره به هر اوخیزې هلې ځلې کوي، دا کار به په داوامداره ډول تر سره کیږي.

۲- د شرعیاتو پوهنځي لپاره به په راتلونکي کې لایق، په معیار پوره او وړ ماسټران او دوکتور استادان پیدا کوي.

۳ـ په همدې ترتیب شرعیاتو پوهنځی به تل هڅه کوي، چې خپل استادان دوکتوران کړي، څو د شرعیاتو پوهنځي په داخل کې د ماسټری برنامه ایجاد شي، او هم د هیواد نورو پوهنتونونو په څیر  هیوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.

۴- همدارنګه د محصلینو د فراغت، زړه کړو او لاسته راوړنو په برخه کې به پوهنځی ته لا زیاته پاملرنه وکړي، پوهنځي  به په همیشني توګه هڅه کوې، چې د تدریس په کیفیت کې بهبود راولي او د محصلینو لاسته رواړنې به حمایت او تشویق کړي.

۵- محصلینو ته به لازمې مشورې ورکول کیږي او کوښښ به کیږي، چې کوچنیو کوچنیو ګروپونو ته رهنما استادانو وټاکل شي، په همدې ترتیب د صحت، استوګنې او ارامۍ په برخه کې دوی ته پاملرنه کیږي؟

۶- د شرعیاتو پوهنځي کتابتون به لا غني کوي، څو د محصلینو او استادانو د تحقیق په برخه کې آسانتیاوې لا پراخه شي.

۷- د اکاډيمیکې آزادۍ تطبیق به په پوهنځي کې ترویجوي او حمایت به یې کوي، البته د قانون په چوکاټ کې به هر څه تر سره کیږي، همدارنګه استادان به د خپلو مسئولیتونو، مکلفیتونو او صلاحیتونو څخه با خبر وي.