د تدریسي روغتون کارکوونکو ته د روژې فضیلت په اړه سيمينار ورکړل شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۲:۴۴
تاذلربیس

نن پنجشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د کب ۹مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۲۸مې نیټې سره سمون لري، د تدریسي روغتون روغتیا پالانو، اداري او خدماتي برخې کارکوونکو ته، د دعوت او ارشاد آمریت مسؤلینو لخوا د روژې فضيلت اړوند یو ورځنی سيمينار ورکړل شو.

ياد يو ورځنی سیمينار چې د شيخ زايد پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت له لوري ترتيب شوی و، پکې د روژې مبارکې مياشتې اړوند فضایل او مسایل او په ياده مياشت کې د یو شمېر نورو مهمو او ضروري اعمالو ارزښت او اهميت بيان شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS