د بایو متریک او کانکور ازموینې خبرتیا!

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۴:۴۱
szu

د ۱۴۰۱ لمریز کال کانکور ازموینې ټولو هغو ګډونوالو ته، چې د ازموینې کارتونه یې ترلاسه کړي، خبر ورکول کېږي، چې نن ورځ شنبه( میزان ۱۲) او چهارشنبه ( میزان ۱۳) نېټې سره برابره ده، د بایومتریک معلوماتو ثبتولو لپاره لاندې مرکزونو ته مراجعه وکړي:

د نارینه کاندیدانو د بایومتریک مرکز

پوهاند عبدالحی حبیبي لېسه

وخت: د سهار له ۶:۰۰ شپږ بجو د غرمې تر ۱۲:۰۰ دوولس بجو پورې.

د ښځینه کاندیدانو د بایومتریک مرکز خوست ښار بي بي حلیمه لیسه

وخت: د ماسپښین له ۱:۰۰ یوې بجې د مازیګر تر ۴:۰۰ څلورو بجو پورې.

شرایط:

۱- د بایومتریک معلوماتو ثبتولو پر مهال د کانکور ازموینې د ګډون کارت، د تذکرې اصل او د شخص موجودیت شرط دی.

د یادونې وړ ده، چې د کانکور ازموینه به د پنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځو کې، چې د میزان د (۱۴، ۱۵، ۱۶) نېټې سره برابره ده، په شیخ زاید پوهنتون کې اخیستل کېږي.

یادونه: د کانکور په یاده ازموینه کې د شپې پوهنځیو او څوارلسم پاسانو اختصاصي کانکور ګډونوال وجود نه لري، د هغوی کانکور به وروسته اخیستل کېږي.

په درنښت

د شیخ زاید پوهنتون اداره

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS