تدریسي روغتون سره د ۲.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت شل قلمه د درملو مرسته وشوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۳:۵۶
dcxdscxdfv

د شیخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون سره د بشري مدیریت او رهبري مؤسسې لخوا شاوخوا ۲.۸ ميلیونو افغانیو په ارزښت د شل قلمه د درملو مرسته وشوه.

ياد درمل تېره ورځ د شيخ زايد پوهنتون رئيس، د تدریسي روغتون سرطبیب او روغتیایي کارکوونکو په حضور کې د يادې مؤسسې مسؤلینو لخوا تدریسي روغتون ته وسپارل شول.

د شيخ زايد پوهنتون اداره د يادې مؤسسې له مرستې مننه کوي او په راتلونکي کې د لا نورو طبي همکاریو هيله څرګندوي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

د دوحـ.ـې تړون کتاب ازموینې پایلې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.

هغه غونډه چې په همدې موخه د شيخ زايد پوهنتون لیلیې په مسجد کې رابلل شوې وه، د خوست ولایت پوهنې رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد، د شیخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۳:۳۴
Background image

د شيخ زايد پوهنتون اکسیر، د انجینري او ټکنالوژي نوښتونو علمي څېړنيزې مجلې چاپ او پر لیکه شوې.

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت له لوري د انجینري او ټکنالوژي نوښتونو او د طب په برخه کې د اکسیر څېړنيز او تحقیقي ژورنالونو لومړنۍ ګڼې چاپ او پر لیکه شوې. چې د علم او پوهې مينوالو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۱:۴۱
Background image

د شيخ زايد پوهنتون ټولنیزو او طبیعي علمي څېړنيزې مجلې چاپ او پر لیکه شوې.

په یادو مجلو کې د ټولنيزو او طبیعي علومو په بېلا بېلو موضوعاتو باندې لیکل شوي ۳۳ څېړنيزې مقالې شاملې دي، چې د قرآن کريم د جلا جلا نزول حکمتونه، په اسـ.ـلامي فقه کې د امـ.ـير شرطونه، کم. . .

BACK TO NEWS