د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال لومړنۍ رهبري شورا ناسته تر سره شوه.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۲۰
bn vmjhkjh

نن یکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري مياشتې نهمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې ۱۱مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.
ناستې ته د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـاني په خپله پرانستونکې وينا کې د مسؤليت درک، دندې ته ژمنتیا او د محصلانو درسونو ته پوره پاملرنې باندې ټینګار وشو او وویل چې:((محصل د افغانستان اینده ده، مونږ او ستاسو ټول د ملک راتلونکي مسؤلیت په غاړه اخیستی دی، چې په ښه شکل یې اداء کړو.))
د رهبري شورا اجنډا مطابق د تېرو غونډې د پرېکړو تعقيب، د ملي کنفرانس لپاره د موضوع انتخاب، د تضمين کیفيت د تېرو کالونو اسنادو د انتقال او ساتنې، د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره د هويت کارتونو جوړولو او یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو باندې بحثونه تر سره او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۹
Background image

محصلانو ته د جـرمي صحنې په مورد تمثیل وړاندې شو.

د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د قــتل جــرمي صحنې په اړه تمثیل وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حــقـاني، مرستیالانو، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۰
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې لخوا دوه مياشتنی سيمينار پیل شو.

دغه سيمینار چې د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو لپاره د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري د پوهنتون ادارې سره په همغږۍ په لاره اچول شوی، چې په ترڅ کې به یې بېلا بېلو دیني. . .

BACK TO NEWS