د شیخ زاید پوهنتون خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۲۷
ړدذتنالالیلب

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له ۱۲مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون خالي کادري بستونو لپاره د انګلیسي ژبې ازموینه واخیستل شوه. 
په پیل کې د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل وینا وکړه، نوموړي وویل؛ چې دغه ازموینه به پوره شفافه وي، نوماندان به د لیاقت او وړتیا پر اساس یادو کادري بستونو ته راځي. 
دغه ازموینه چې د ټولنيزو علومو عمومي تاريخ، د کرنې پوهنځي حيواني علومو، چاپېريال ساتنې او اګرانومي څانګو، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي ژورنالېزم څانګې، د کمپيوټر ساينس پوهنځي معلوماتي سيستمونو څانګې، د وترنري علومو پوهنځي غذایي موادو حفظ الصحه او ټکنالوژي څانګې، همدا ډول د ښوونې او روزنې پوهنځي کيميا، فزيک، عمومي تعلیم او تربيې څانګو له نوماندانو څخه واخیستل شوه، چې سبا ورځ به يې تخصصي ازموینه له بریالیو نوماندانو څخه واخیستل شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۲۷
Background image

د شیخ زاید پوهنتون خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له ۱۲مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون خالي کادري بستونو لپاره د انګلیسي ژبې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۵۴
Background image

له ښکېلو خواوو سره د پایلو شریکولو دوه ورځنی کنفرانس پیل شو.

دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې څلورمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له شپږمې نيټې سره یې سمون درلود، په شیخ زاید پوهنتون کې له ښکېلو خواوو سره د پایلو شریکولو دوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۴۰
Background image

د شیخ زاید پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه.

شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې دویمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له څلورمې نيټې سره یې سمون درلود، د علمي شورا ناسته د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم. . .

BACK TO NEWS