د شیخ زاید پوهنتون خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.
نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له ۱۲مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون خالي کادري بستونو لپاره د انګلیسي ژبې ازموینه واخیستل شوه.
په پیل کې د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل وینا وکړه، نوموړي وویل؛ چې دغه ازموینه به پوره شفافه وي، نوماندان به د لیاقت او وړتیا پر اساس یادو کادري بستونو ته راځي.
دغه ازموینه چې د ټولنيزو علومو عمومي تاريخ، د کرنې پوهنځي حيواني علومو، چاپېريال ساتنې او اګرانومي څانګو، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي ژورنالېزم څانګې، د کمپيوټر ساينس پوهنځي معلوماتي سيستمونو څانګې، د وترنري علومو پوهنځي غذایي موادو حفظ الصحه او ټکنالوژي څانګې، همدا ډول د ښوونې او روزنې پوهنځي کيميا، فزيک، عمومي تعلیم او تربيې څانګو له نوماندانو څخه واخیستل شوه، چې سبا ورځ به يې تخصصي ازموینه له بریالیو نوماندانو څخه واخیستل شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

