د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د راډیویي خپرونو پر مهال د رسنیزې ژبې اهمیت تر عنوان لاندې ورکشاپ تر سره شو.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۵۵
,kmjnhjkmnhbgnm

د شيخ زايد پوهنتون راډیو مسؤلینو له لوري د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د دویم ټولګي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه (په راډیویي خپرونو کې د رسنیزې ژبې اهمیت) تر عنوان لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ تر سره شو.
د ياد ورکشاپ په لړ کې په راډیویي خپرونو کې د رسنیزې ژبې پر اهمیت، ځانګړتیاوو، د رسنیزې ژبې په ساده والي، لنډون، بې پرې والي، همدارنګه د رسنیزې ژبې پر صداقت یا رښتینوالۍ او نورو مهمو لارو چارو عملي بحث ترسره شو.
د يادولو وړ ده چې د شيخ زايد رادیو مسؤلینو له لوري د ياد پوهنځي محصلانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه بېلا بېل روزنیز ورکشاپونه ورکړل شوي دي او په راتلونکي کې به هم ورته نور دوام ولري.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د شيخ زايد پوهنتون اقتصاد پوهنځي محصلانو مرکز کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون اقتصاد پوهنځي د درېیو څانګو څخه ۳۱ تنو محصلانو د درېیو تنو استادانو تر لارښوونې لاندې مرکز کابل ته د بېلا بېلو اداراتو څخه د عملي زده کړو په موخه علمي سير تر سره کړ.
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د راډیویي خپرونو پر مهال د رسنیزې ژبې اهمیت تر عنوان لاندې ورکشاپ تر سره شو.

د شيخ زايد پوهنتون راډیو مسؤلینو له لوري د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د دویم ټولګي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه (په راډیویي خپرونو کې د رسنیزې ژبې اهمیت) تر عنوان لاندې دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۴۵
Background image

BACK TO NEWS