د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د راډیویي خپرونو پر مهال د رسنیزې ژبې اهمیت تر عنوان لاندې ورکشاپ تر سره شو.
د شيخ زايد پوهنتون راډیو مسؤلینو له لوري د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د دویم ټولګي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه (په راډیویي خپرونو کې د رسنیزې ژبې اهمیت) تر عنوان لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ تر سره شو.
د ياد ورکشاپ په لړ کې په راډیویي خپرونو کې د رسنیزې ژبې پر اهمیت، ځانګړتیاوو، د رسنیزې ژبې په ساده والي، لنډون، بې پرې والي، همدارنګه د رسنیزې ژبې پر صداقت یا رښتینوالۍ او نورو مهمو لارو چارو عملي بحث ترسره شو.
د يادولو وړ ده چې د شيخ زايد رادیو مسؤلینو له لوري د ياد پوهنځي محصلانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه بېلا بېل روزنیز ورکشاپونه ورکړل شوي دي او په راتلونکي کې به هم ورته نور دوام ولري.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

