د مهندسي څانګې محصلانو پروژې وړاندې کړې.
![hk]DkvD p](/sites/default/files/2025-08/528029118_636733719451210_142416255995509399_n.jpg)
د شیخ زاید پوهنتون انجینري پوهنځي مهندسي څانگې پنځم ټولگي محصلانو ترسره کړي پروژو د یوې غونډې په ترڅ کې وړاندې کړې.
په همدې اړه را بلل شوې غونډې پرانیستونکو مراسمو کې د انجینري پوهنځي رئیس پوهندوی ريدي ګل همدرد، استادانو او محصلانو ګډون کړی و.
د انجینري پوهنځي رئیس دغه ډول پروژې د محصلانو لپاره مهمې او ګټورې وبللې او زياته یې کړه؛ چې محصلان باید زیات زيار وګالي، ترڅو په دغه برخه کې لا نور پرمختگونه وکړي.
د انجینري پوهنځي مهندسي څانګې محصلانو په ترسره کړیو پروژو کې په خوست ولایت کې د یو ښارګوټي، کابل لایت کې د یوې دیارلس منزله استوګنيزې ودانۍ، د شیخ زاید پوهنتون نقشه او داسې نورې زړه راښکونکي پروژې شاملې وې، چې په تطبيق کيدو سره به یې اړوندو سیمې ته د طبیعي ښکلا زياتيدو سبب وکرځي.
يادې پروژې د ټاکل شوي هیئت لخوا مثبتې وارزول شوې او محصلان یې د يادو پروژو په ښه ډول ترسره کولو له امله وستایل.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت