د تر سره شویو علمي څېړنو پایلې له ښکېلو خواوو سره شریکې شوې.

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۳۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۲۵مې نیټې سره برابره ,ه، د علمي څېړنو معاونيت تر چتر لاندې د تر سره شویو څېړنو پایلې د یو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو اړخونو سره شریکې شوې.
په کنفرانس کې د شيخ زايد پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، علمي چارو او د علمي څېړنو مرستيالانو، د پوهنځیو رئيسانو، استادانو او د ځینو ذیدخلو سکتورونو استازو ګډون کړی و.
د بېلا بېلو طبیعي او ټولنيزو علومو شاوخوا ۲۷ موضوعاتو باندې د تر سره شویو څېړنو پایلې چې د شيخ زايد پوهنتون استادانو لخوا تر سره شوې وې، چې له ښکېلو ارګانونو سره شریکې شوې.
د کنفرانس په جريان کې د ګډونوالو لخوا د څېړنو د پایلو په اړه مختلفې پوښتنې مطرح شوې، چې د اړوندو استادانو لخوا ورته مناسب ځوابونه وويل شول او کنفرانس د ټاکل شوي ژوري هیئت لخوا مثبت و ارزول شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت