په تراویحو کې د قرآن کريم ختم تر سره شو.

د رمضان المبارک ۲۲مه شپه د شیخ زايد پوهنتون عمومي مسجد کې، چې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقــ.ــاني، د پکتیکا حج او اوقافو رئیس شیخ الحدیث عیدولي حلیمي، د پوهنتون مرستیالانو، د دعوت او ارشاد آمریت مسؤلینو، استادانو او محصلان ګډون کړی و، په ترایحو کې د قرآن کريم ختم تر سره شو.
د ختم په دې منور مجلس کې د پکتیکا حج او اوقافو رئیس شیخ الحدیث عیدولي حلیمي د قرآن کریم شان او حقوقو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.
یاد مبارک مجلس د شیخ زاید پوهنتون دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالوکیل له لوري د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت