په اسلام کې د يتيمو ماشومانو حقوق تر عنوان لاندې سیمينار وړاندې شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۳:۵۹
vvvvvvvvvvvvvvgghh

د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت لخوا د خوست ولایت کار او ټولنيزو چارو رياست اړوند د ماشومانو روزنتون ۱۲۰ تنو یتیمانو ته په اسلام کې د یتیمو ماشومانو حقوق تر عنوان لاندې سيمينار د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتي محمد امین سعیدي لخوا وړاندې شو.

ياد سیمينار کې د استاد او اداري کارمند، د یتیمانو روزونکو شان او مقام، په یتیمانو د نه رحم کوونکو د الله جل جلاله عذاب، په اسلامي تاريخ کې د ماشومانو کارنامې، د تعليم او زده کړو حق، د استاد حق او د ښه روزونکي صفات موضوعاتو باندې معلومات وړاندې شول.

د روزنتون مسؤلینو د شيخ زايد پوهنتون ادارې لخوا دا ډول برنامو برابرولو ستاینه وکړه او په راتلونکي کې یې د لا پراخولو هيله څرګنده کړه.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۳۰
Background image

د شيخ زايد پوهنتون محصلانو منبع الـ.ـجـ.ـهاد مـ.ـدرسې ته علمي سير تر سره کړ.

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الاول مياشتې له ۱۴مې نيټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون دوولسو پوهنځیو یو شمېر محصلانو د محصلانو چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۱
Background image

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د سيرت په اړه غونډه تر سره شوه.

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول مياشتې له ۱۳مې نيټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون په عمومي مسجد کې د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۳:۵۹
Background image

په اسلام کې د يتيمو ماشومانو حقوق تر عنوان لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت لخوا د خوست ولایت کار او ټولنيزو چارو رياست اړوند د ماشومانو روزنتون ۱۲۰ تنو یتیمانو ته په اسلام کې د یتیمو ماشومانو حقوق تر عنوان لاندې سيمينار. . .

BACK TO NEWS