له ښکېلو خواوو سره د څېړنو پایلو شریکولو کنفرانس پیل شو.
نن يکشنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له ۱۶مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت اړوند څېړنو آمريت له لوري د مسلکي پرمختیا آمریت سره په همغږۍ له ښکېلو خواوو سره په بېلا بېلو موضوعاتو د تر سره شویو څېړنو پایلو شریکولو درې ورځنی کنفرانس پیل شو.
د کنفرانس د پیل په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقاني سربېره، مرستيالانو، پوهنځیو رئيسانو، استادانو او د ولایت په کچه د ښکېلو خواوو څخه راغلو استازو ګډون درلود.
د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقاني په خپلو خبرو کې ټولو ته د ښه راغلاست تر څنګ په خپله وینا کې وويل، دا چې پوهنتونونه د کومو اهدافو لپاره رامنځته شوي او څه ډول بايد د خپلو اهدافو تر لاسه کولو لپاره مزل وکړي، دا هر څه په يو بل پوره باور او ژمنتيا پورې اړه لري او زياته یې کړه چې په هره برخه کې بايد خپل استعدادونه و نه سپموئ، شپه او ورځ بايد د خپل استعداد سره سم خدمت وکړئ، تر څو ټولنې ته خير ورسيږي.
په ياد کنفرانس کې چې درې ورځې به دوام وکړي ۷۰ څېړنيزې مقالې چې په بېلا بېلو موضوعاتو باندې د شيخ زايد او خصوصي پوهنتونونو استادانو لخوا تر سره شوي دي، له ښکېلو خواوو سره شریکې او وارزول شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
