د ځوان نسل فکري روزنې په کتاب کې ازموینه واخیستل شوه.
نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۴مه، چې د ۱۴۴۷هـ.ق کال د جمادی الأولی میاشتې له ۴مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونيت له لوري د ځوان نسل فکري روزنې په کتاب کې ازموینه واخیستل شوه.
د یادې ازموینې له بهیر څخه د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقــ.ــاني هم لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې ځینې اړینې سپارښتنې وړاندې کړې.
په ياده سيالۍ کې چې موخه یې د محصلانو فکري لوړتيا او د مطالعې کلتور پیاوړی کول و، زیات شمېر محصلانو پکې ګډون کړی و او د یوې غونډې په ترڅ کې به د ازموینې بريالیو محصلانو ته د لا تشويق په موخه ډالۍ هم ورکړل شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
