د ځوان نسل فـ.ـکري روزنې ازموینې پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۴:۳۵
nbbvgjmnjhfvc   vb

د ځوان نسل فـ.ـکري روزنې کتاب ازموینه چې څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې سره سم د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت له لوري د بېلا بېلو پوهنځیو محصلان تر منځ په لاره اچول شوې وه، پایلې یې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
غوندې ته د محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منيب په خپله وینا کې وويل، چې د ياد کتاب مطالعې معنوي او هم مادي ګټې درلودې، نوموړي زياته کړه چې د دغې ازموینې څخه هدف د محصلانو په اسلامي فـ.ـکري روحیه باندې روزل او د ځوان نسل اسلامي ارزښتونو، دودونو او رواجونو ته پام اړول او د ځوان نسل مطالعې ته هڅول و.
په ياد کتاب کې چې د ځوان نسل فکري روزنې اړوند مسايل پکې را ټول شوي دي، چې له ګڼ شمېر محصلانو څخه پکې ازموینه واخیستل شوه او ممتاز محصلان په کمپیوټرونو، موبایلونو، ساعتونو او نورو بېلا بېلو با ارزښته ډالیو باندې و نازول شول.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS