د ټولنیزو علومو پوهنځي رئیس

د ټولنيزو علومو پوهنځي تاریخچه

په (۱۳۹۱) لمريز کال کې تاريخ جغرافيې څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ډيپارتمنت په حیث ومنل شو او په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د ټولنيزو علومو پوهنځی د تاريخ جغرافيې، فلسفې او ټولنپوهنې څانګو په رامنځ کولو سره د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه جلا او خپلواکه پوهنځی شو.  چې تر دې مهاله یې یې ډيرې ستونزو او نيمګرتياو سربیره د نهو کلونو په اوږدو کې  د پام وړ پرمختګونه درلودل. په تدريسي او ښوونيز بهير کې يې خپلو محصلانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي دي. د نظري تدريس ترڅنګ يې عملي برخې ته هم پاملرنه کړې ده او هر کال، نږدې په هر سمستر کې یې د محصلانو لپاره د علمي سفرونو، د استادانو او محصلانو له خوا د علمي سمينارونو د وړاندې کولو زمينه مساعده کړي ده.

د ټولنيزو علومو پوهنځي تر دې مهاله له دواړو څانګو څخه (۷۵۲) تنه فارغان ټولنې ته  دا واضحه ده، چې دوی به د مسلک اړوند خدامات وړاندې کوي د خدمت په موخه وړاندې کړي دي او اوسمهال په دواړو څانګو کې (۱۵۹) تنه محصلين په زده کړو بوخت دي.

د پوهنځي د رئيس پېژندنه

اړيکه

93705801302+

برښناليک

saifullahgharwal@gmail.com

پوهنمل سیف الله غروال د ټولنیزو علومو پوهنځي د تاریخ او جغرافيې څانګې د علمي کادري غړی دی، چې په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د کابل حبيبیې عالي لېسي څخه فارغ او په ۱۳۸۶لمریز کال کې یې د کابل د ښوونې او رزونې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د تاریخ له څانګې څخه د لېسانس سند ترلاسه کړ. په ۱۳۸۷لمریز کال کې د آزاد رقابت له لارې د خوست ولایت مرکزي دارالمعلمين کې د تاریخ د استاد په توګه وټاکل شو، چې د ۱۳۹۱ کال تر پايه پورې يې په همدې دارالمعلمين کې خپله دنده پرمخ وړله، چې يو ځل بيا د آزاد رقابت له لارې د خوست شيخ زايد پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د تاریخ او جغرافيې په څانګه کې د علمي کادر غړي په توګه وټاکل شو. کله چې په ۱۳۹۳ کال کې د ټولنیزو علومو پوهنځی ایجاد شو او د تاریخ او جغرافيې څانګه د ښوونې او رزونې پوهنځي څخه جلا شوه، نو ښاغلی غروال په ۱۳۹۴ کال کې د ټولنیزو علومو پوهنځي د مرستيال په توګه وټاکل شو. په ۱۳۹۶ کال کې د کابل پوهنتون د ښوونيز مديريت د ماسټرۍ په برنامه کې داخل او په ۱۳۹۸ کال کې يې له يادې برنامې څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. په ۱۳۹۸ کال کې د ټولنیزو علومو پوهنخي د رئيس په توګه وټاکل شو، چې تر دې مهاله د استادۍ د سپيڅلې دندې ترڅنګ د پوهنځي د رياست دنده پرمخ وړي.

د ټولنیزو علومو پوهنځي د رئيس پيغام

شيخ زايد پوهنتون دولسو( ۱۲ ) د ورځې او شپږ ( ۶ )د شپې پوهنځيو په درلودلو سره د هېواد او په تېره بيا د سوېل ختيځ زون په سطحه له معتبرو پوهنتونونو څخه ګڼل کيږي او پوره دوه لسيزې کيږي، چې هېواد او ملت ته په تحصیلي ډګر کې باکیفیته خدامات وړاندې کوي. د شيخ زايد پوهنتون پیوست پوهنځيو په کتار کې د ټولنیزو علومو پوهنځي يو مهم پوهنځی دی، چې په ۱۳۹۱ه ل کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکآټ کې د تاریخ او جغرافيې ډيپارټمنټ په توګه رامنځ ته شو دا چې په ټولنه کې د ټولنيزو علومو  په برخه کې ډيره اړتيا احساسېده، نو په ۱۳۹۳ه ل کال  کې د پوهنتون د رهبرۍ په هڅو د فلسفې او ټولنپوهنې ډیپارټمنټ په اېجاد سره د ټولنيزو علومو  پوهنځي تر عنوان لاندې خپلواک پوهنځی شو او تر دې مهاله د تاریخ، جغرافيې، فلسفې او ټولنپوهنې په څانګو کې ټولنې ته متخصصين کادرونه، ښوونکي او ماهرين روزي.

 د ټولنيزو علومو پوهنځي د اېجاد موخه په علمي او کلتوري برخه کې ټولنيز پرمختګ او په دې برخه کې د باکیفیته لوړو زده کړو رامنځته کول دي؛ ځکه چې هېڅ يو ملت نه شي کولای، چې له ټولنيزو علومو پرته خپل تاریخ، کلتور او ټولنه ژوندۍ وساتي. پر دې اساس د غوره کاري شرایطو په شتون کې به د دې پوهنځي فارغان د هېواد په ټولنيزه او کلتوري رغونه او بډاينه کې فعاله ونډه ولري.

 د ټولنيزوعلومو پوهنځی د خپلو شته امکاناتو او د استادانو له تجربو څخه په ګټه اخېستنه په کلک عزم او ارادې د خپلو محصلانو او ټولنې په خدمت کې ده او هوډ لري، چې په یادو څانګو کې په لوړې علمي روحيې او ديني او وطني مينه سمبال فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

 د ټولنيزو علومو پوهنځي دواړه څانګې معياري او سټنډرډ درسي نصاب لري، چې له عصري ټکنالوجۍ سره نږدې او ځواکمنه اړيکه لري، د ټولنې او بازار اړتياو ته په پام د سيمې او نړيوالو معیارونو مطابق ترتيب شوي دي. همدا ډول ټول استادان هڅه کوي، چې خپل درسي مواد پورتنيو مواردو ته په کتو سره ترتيب او  په غوره او نويو درسي مېتودونو سره تطبیق کړي.

زه د پوهنځي د رئيس په توګه له ټولو استادانو او اداري کارکوونکو څخه خوښ يم، چې په ټولو اکاډميکو او اداري برخو کې په پوره صداقت خپلې ورسپارل شوې دندې پرمخ وړي. په پای کې خپلو ټولو محترمو استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته په ورځنيو چارو کې د لا ډيرې برياليتوبونو هيله کوم.

د ټولنيزو علومو پوهنځي رئيس

پوهنمل سیف الله غروال

 

کورپاڼه