د محصلانو چارو مرستيال ژوندليک

مولوي محمد عمر فضلي د حاجي تور زوی، په ۱۹۸۷ زېږدیز کال کې د هجرت پر مهال د خیبر پښتونخوا د مانسهرې سیمې د خاقي په کمپ کې زېږېدلی دی. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په همدې کمپ کې ترسره کړې او له ماشومتوبه یې د دیني علومو له زده کړې سره ځانګړې مینه لرله.
نوموړي په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې د نوښار د ذاخېلو په سیمه کې له دارالعلوم اسلامیه مدرسې څخه د قرآن کریم د حفظ دوره بشپړه کړه. له دې وروسته یې خپلو دیني زده کړو ته دوام ورکړ او په ۱۴۳۴ هـ.ق کال کې د چارسدې د شیخ ادریس صاحب له مدرسې، جامعه عبدالله بن مسعود، څخه د دورې حدیث په برخه کې فارغ شو. د علمي پرمختګ په دوام یې دوه کاله وروسته، په ۱۴۳۶ هـ.ق کال کې، د قاسمیه مدرسې د افتاء څانګې زده کړې هم بشپړې کړې او د غوره درجې سند یې ترلاسه کړ. نوموړي خپل ټول تحصیلي پړاوونه په بریالیتوب سره بشپړ کړي او له هرې تحصیلي درجې څخه په لوړه او غوره درجه فارغ شوی دی.
د افتاء د زده کړو پر مهال نوموړي د «جرګو او مرکو شرعي مسائل» تر عنوان لاندې یوه علمي مقاله ولیکله، چې د ده د فقهي پوهې، تحقیقي وړتیا او د ټولنیزو مسائلو د شرعي تحلیل څرګندونه کوي.
مولوي محمد عمر فضلي له خپلو علمي زده کړو وروسته په بېلابېلو علمي، تدریسي، اداري او ټولنیزو برخو کې دندې او مسؤلیتونه ترسره کړي دي. د تېرو شلو کلونو د جهادي پړاو په لومړیو کې یې د یو مجاهد په توګه فعالیت درلود. وروسته د احمدابا ولسوالۍ د فقهي مجالسو د آمر په توګه وټاکل شو، چې په دې مسؤلیت کې یې د شرعي لارښوونو، فقهي مشورو او د ټولنیزو قضایاوو د حل په برخه کې د پام وړ خدمتونه ترسره کړل.
له فتحې وروسته، نوموړي په ۱۴۰۱ هـ.ش کال کې په پکتیا پوهنتون کې د اسلامي ثقافت د استاد په توګه علمي او تدریسي دنده پیل کړه. همدارنګه د پکتیا ولایت په مرکز، ګردېز، کې د میانور کلا په جامعه محمدیه کې د وړې دورې د استاد په توګه وټاکل شو. وروسته، د پوهنتون د استادۍ تر څنګ، په همدې مدرسه کې د لویې دورې تدریس هم ور وسپارل شو، چې دا د دیني علومو په برخه کې د نوموړي د علمي وړتیا، تدریسي تجربې او مسلکي باور څرګندونه کوي.
نوموړی په ۱۴۰۳ هـ.ش کال د جدي په میاشت کې د پکتیا پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د رئیس په توګه وټاکل شو. د ښه اداري مدیریت، رهبرۍ وړتیا، علمي تجربې او تعلیمي خدمتونو له امله، د لوړو زده کړو وزارت له لوري په ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت په میاشت کې د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال په توګه وټاکل شو، چې اوس هم په همدې علمي او اداري دنده بوخت دی.
مولوي محمد عمر فضلي د خپل علمي، تدریسي او اداري مسیر په اوږدو کې هڅه کړې ده چې دیني زده کړې، فقهي لارښوونې، تحصیلي خدمتونه او اداري مسؤلیتونه په اخلاص، نظم او مسلکي ژمنتیا ترسره کړي. د نوموړي ژوندلیک د علمي هڅو، دیني خدمت، تدریسي تجربې او اداري مسؤلیتونو یوه منظمه او روښانه بېلګه ګڼل کېږي.