د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معين د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینې څخه ليدنه وکړه.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۴
bvgm,jcgfv

نن چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جدي مياشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال رجب المرجب مياشتې له لسمې نیټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین شیخ عبد الله سیحان چې د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـانـ.ـي او د یادې ازموینې مدیره هئیت یې ملتيا کوله، شيخ زايد پوهنتون کې د دیني مدارسو عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ شپږ ورځنۍ ازموینې څخه ليدنه او نظارت تر سره کړ.
د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین شیخ عبد الله سیحان د ازموینې بهیر ښه یاد کړ او مسؤلینو ته یې د لا شفافیت په اړه سپارښتنې وړاندې کړې.
ياده ازموینه چې د شيخ زايد پوهنتون په پنځو پوهنځيو کې جريان لري، څلور ورځې وړاندې پیل شوې او سبا ورځ پنج شنبه به پای ته ورسیږي او له مخې به یې بريالیو فاضلانو ته د لېسانس او ماسترا سندونه ورکړل شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معين د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینې څخه ليدنه وکړه.

نن چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جدي مياشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال رجب المرجب مياشتې له لسمې نیټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین شیخ عبد الله سیحان چې د شيخ زايد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

د پروژې مدیریت، رهبري، افهام او تفهیم تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پيل شو.

نن دوشنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جدي مياشتې ۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۸مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند کارکوونکو چارو آمریت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۴:۵۷
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د عاليې او عالميې مرحلو ازموينې په اړه معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جدي مياشتې څلورمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له څلورمې نیټې سر سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د عاليې او عالميې مرحلو ازموينې نګرانانو ته د. . .

BACK TO NEWS