د لوړو زده کړو وزارت لخوا د شیخ زاید پوهنتون اړوند اسلامي ثقافت علمي بستونو خبرتیا!

szu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۵ - ۱۲:۵۱
szu

Publish Date

Closing Date

Location

خوست شیخ زاید پوهنتون

د دولتي پوهنتونونو نویو رامنځ ته شویو (اسلامي ثقافت) علمي کادري او د امامانو او مبلغینو بستونو خبرتیا

د خوست شیخ زاید پوهنتون، د اسلامي ثقافت مضمون او امامانو او مبلغینو لپاره بستونه اعلان ته سپاري او د یادو بستونو لپاره په شرایطو برابرو داوطلبانو ته اړتیا لري.

۱-د خوست شیخ زاید پوهنتون (۲۳) کادري بسته او (۲) بسته د امام او مبلغ لپاره،

د کادري بستونو شرایط:

ـ هغه داوطلبان چې د ماسټرۍ او دوکتورا ترڅنګ د لویې دورې/ تخصص اسناد ولري په ازموینه کې لومړیتوب ورکول کېږي.

ـ د لویې (عالمیې) دورې څخه فارغ وي او ترڅنګ یې لېسانس کړی وي او اسناد په لاس ولري، یادو بستونو ته په نوم لیکنه کې لومړيتوب لري.

ـ د شرعیاتو پوهنځیو هغه فارغان، چې د ماسټرۍ اسناد ولري او یا هم د لېسانس ترڅنګ تر وړې (عالیې) دورې پورې یې دیني زده کړې کړې وي او سند په لاس ولري.

د امامانو او مبلغینو شرایط:

ـ باید د راسخې عقیدې څښتن وي او د دعوت په برخه کې تجربه ولري.

ـ د تجوید په قواعدو کې پوهه او د دیني علومو د تدریس تجربه ولري او کم تر کمه د عالمیې دورې فارغ او د عصري علومو چاپیریال سره بلدیت ولري.

ـ هغه علماء کرامو ته، چې د نورو ځانګړتیاو ترڅنګ یې د معتبرې جامعې څخه په دعوت کې تخصص کړی وي لومړیتوب ورکول کېږي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون په شرایطو برابر داوطلبان کولای شي د ۱۴۴۴/۱/۲۷ ق څخه تر ۱۴۴۴/۲/۱۰ ق نېټې پورې او د پکتیا پوهنتون، لوګر او پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسو په شرایطو برابر داوطلبان کولای شي د ۱۴۴۴/۱/۲۷ ق څخه تر ۱۴۴۴/۲/۱۷ ق نېټې پورې، یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړوندو پوهنتونونو ته وسپاري.

job announcemnt

د ازموینې منابع:

د تحریري ازموینې منابع: ۱ـ تفسیر نسفي لومړی جزء ۲ـ مشکاة المصابیح (کتاب الصلاة) ۳ـ اصول الفقه (نورالانوار) کتاب الله اول او دوهم تقسیمات ۴ـ شرح العقائد دوهمه برخه ۵ـ العلاقات الدولیه فی الاسلام (وهبة الزحیلي) ۶ـ السیرة النبویة دروس وعبر (مصطفی السباعی).

د تقریري ازموینې منابع: ۱ـ تجوید (تلاوت) ۲ـ هدایة (اول جلد) ۳ـ ریاض الصالحین (کتاب الاداب) ۴ـ عامه معلومات.

یادونه: یادو بستونو لپاره نوم لیکنه د هر ولایت اړوند پوهنتون کې ترسره کیږي او له نوم لیکنې وروسته په لاندې ځایونو کې ازموینه اخیستل کیږي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون ازموینه به په خوست شیخ زاید پوهنتون کې

اخیستل کېږي.

Click Here For Going to Shaikh Zayed University Facebook Page

 

 

Related VacanciesShow all

Back to vacancies