د شیخ زاید پوهنتون علمي ژورنالونو لپاره نوي ويب پاڼه جوړه شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱۶
acadmiic

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت اړوند علمي ژورنالونو د څېړنيزو مقالو د ثبت او خپراوي لپاره د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي سیستمونو څانګې محصلانو؛ عصمت الله ایوبي، احسان الدین احسان، اشرف، شوکت الله، حزب الله او صدیق الله لخوا د لارښود استاد پوهنیار عبدالروف خاموش په لارښوونه پرمختللې ویب‌ پاڼه جوړه شوه.

د يادولو وړ ده چې د شيخ زايد پوهنتون علمي ژورنالونو کې د بېلا بېلو علومو په برخه کې د استادانو لخوا تر سره شوې څېړنيزې مقالې او لیکنې خپرېږي، چې تر دې دمه د يادو مقالو د چاپ چارې د شيخ زايد پوهنتون په علمي مجلو کې په چاپي بڼه تر سره کیدې او له دې وروسته به د استادانو څېړنيزې لیکنې په علمي مجلو کې د چاپ تر څنګ پر لیکه (آنلاین) ډول هم د لاس رسي وړ وي.

علمي ژورنالونو ته د ويب پاڼې لاسرسي تړونی

https://medicallearningwithpohan.com/szu/index.php

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون علمي ژورنالونو لپاره نوي ويب پاڼه جوړه شوه.

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت اړوند علمي ژورنالونو د څېړنيزو مقالو د ثبت او خپراوي لپاره د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي سیستمونو څانګې محصلانو؛ عصمت الله ایوبي، احسان الدین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو ترسره کړي پروژې وړاندې کړې.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۹مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له پنځمې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساینس پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۵۳
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د مونوګرافونو د دفاع لړۍ پیل شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له پنځمې نیټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې د مونوګرافونو څخه د دفاع لړۍ په ترڅ کې نن ورځ د. . .

BACK TO NEWS