د شیخ زاید پوهنتون علمي مجلې بورډ نوبتي ناسته تر سره شوه.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۱:۱۵
12

د شيخ زايد پوهنتون علمي مجلې بورډ نوبتي ناسته د علمي څېړنو مرستيال پوهنمل دوکتور احمد جاويد شکيب تر مشرۍ لاندې تر سره شوه، چې د علمي څېړنو مرستيال سربېره لوړ رتبه استادانو هم پکې ګډون کړی و.

د قرآن کريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، ښاغلي شکيب پرانېستونکې وينا وکړه او د چارو ښه تنظیم او د ستونزو حل په هکله ډاډ یې څرګند کړ.

د علمي مجلې آمر پوهندوی دوکتور سبحان الله شهاب د مجلې لپاره د راټولو شویو مقالو اړوند معلومات ورکړل شول.

استادانو له لوري څلوردېرشمې ګڼې د چاپ لپاره راټولې شوې مقالې وکتل شوې او د سمون لپاره یې لازمې لارښوونې وړاندې شوې، چې د مقالو له چاپ وړاندې به په پام کې ونيول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۴:۳۷
Background image

د انجینري، ټولنيزو علومو او اقتصاد پوهنځيو څخه (۲۷۸) محصلان فارغ شول.

نن یک شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د زمري مياشتې ۲۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د صفرالمظفر مياشتې له ۱۴مي نيټې سره سمون لري، يو ځل بيا د درېیو جلا غونډو په ترڅ کې د شيخ زايد پوهنتون له درېیو پوهنځيو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو، کمپيوټر ساينس او انجينري پوهنځيو څخه (۲۵۴) محصلان فارغ شول.

نن شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د زمري مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د صفرالمظفر مياشتې له ۱۳مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون له درېیو پوهنځيو د حقوق او سياسي علومو پوهنځي له دوو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د روان کال فراغتونو په دوام نن هم د شيخ زايد پوهنتون له دوو پوهنځيو څخه (۱۹۵) تنه محصلان فارغ شول.

نن سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د زمري مياشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د صفرالمظفر مياشتې له نهمې نيټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون له دوو پوهنځيو د کرنې له شپږو څانګو څخه (۱۰۱) او د. . .

BACK TO NEWS