د شیخ زاید پوهنتون د فوق لیسانس برنامو علمي بورډ ناسته تر سره شوه.

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وري مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې له ۸مې نيټې سره سمون لري، د فوق لیسانس برنامو علمي بورډ ناسته د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.
په یاده ناسته کې د شیخ زاید پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د جزاء حقوق او جرم پېژندنې څانګې او همدارنګه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې د ماستري برنامو لپاره د محصلانو د جذب او نورو اړوندو علمي مسایلو باندې بحث ترسره او په اړه یې لازمې پرېکړې ترسره شوې.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت