تاریخچه پوهنځی شرعیات

تاریخچه پوهنځی شرعیات

په شيخ زايد پوهنتون کې د نورو پوهنځيو ترڅنګ د لومړي ځل لپاره د حقوقو اقتصاد او شرعياتو په ګډه پوهنځي تاسيس شوه، چې په (١٣٨۱) کال کې يې شرعياتو د فقه اوقانون دېپارټمنت په حيث په فعاليت پېل وکړ، له نېکه مرغه د هېواد اوسېمې په کچه د ټولنې په علمي، مسلکي اوپه ديني چوپړ بوخته شوه.

اوپه (١٣٨٨) کال کې په خپلواکه توګه د ياد پوهنتون د مستقلو پوهنځيو بهير ته ورګډه شوه او په خپلواکه توګه يې خپلې علمي اواداري چارې پېل کړي.

د بېلابيلو پړاوونو په طى کولوسره يې تردې دمه د پام وړ وده کړي ده، او په دې لړکې يې تردې دمه لس (۱۰) دورې مسلکي، په کار پوه ځوان کادرونه زموږ ګران اوکړيدلي ولس ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

شرعياتو پوهنځى له تاسيس څخه تر (١٣٩١ )کال پاى پورې يو فارغ ورکوونکى د ( د فقه اوقانون ) په نوم دېپارټمنټ درلودو او ياد دېپارټمنټ تردې دمه ټولې لس(۱۰) دورې فارغين د ټولنې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. له نېکه مرغه په (١٣٩٢)کال کې د ( اسلامي تعليمات) په نوم يونوي فارغ ورکوونکي دېپارټمنټ  په فعاليت پيل وکړ، چې تر دې دمه يې يوه دوره فارغين ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

همدا ډول په شرعياتوپوهنځي کې په (١٣٨۱) نېټه د اسلامي ثقافت ديپارټمنټ هم په فعاليت پيل وکړ، چې نن ورځ درې رسمي استادان لري او لس تنه قرارداي د ماسټر او لېسانس ترکچې استادان لري.    

په شيخ زايد پوهنتون کې د شرعياتو پوهنځي ځوانه پوهنځي ده، يعنې د تاسيس يې دومره وخت نه کيږي؛ خو له ښه مرغه اووه تنه استادان ماسټران په تدريس بوخت دي او څلور تنه استادان د هېواد په داخل کې د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دي.

همدا راز د پوهنځي د علمي کادرونو ترڅنګ اداري پرسونل هم د ښې تجربې څخه برخمن دی، او په ښه او اغېزمنه توګه اداري چارې پرمخ وړي.

شرعياتو پوهنځي خپله راتلونکي ښه ارزوي، د اسلامي اوملي روحيې په پوره پام کې نېولو سره او هم د هيڅ نوع تبعيض (نژادي، ژبني، مذهبي، جنسي او دېته ورته نور ...) پرته هېله من يو، چې په راتلونکي کې به د هېواد او نړۍ په کچه د اعتماد وړ پوهنځي اوهم د پياوړو علمي، مسلکي، قضايي اوحقوقي کادرونو وړاندې کوونکي وي او هم په دې هڅه کې يو، چې په راتلونکي کې د شرعياتو پوهنځي په داخل کې د ماسټرې او دوکتورا بورډ ولرو. په همدې هيله!