ژورنالېزم څانګه
د ژورنالېزم څانګې علمي او مسلکي مخینه
د شیخ زاید پوهنتون، ژونالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د ژورنالېزم څانګه د خپل علمي او مسلکي فعالیت په بهیر کې له بېلا بېلو پړاوونو څخه تېره شوې ده. د دې څانګې بنسټیز فعالیتونه په لومړیو کې د ښوونې او روزنې پوهنځي تر چتر لاندې د یوه ډیپارټمنټ په توګه پیل شول. د ۱۳۹۰ هـ.ش کال په ترڅ کې ژورنالېزم د یوه مستقل پوهنځي په توګه خپل رسمي او علمي هویت ترلاسه کړ او له هغې وروسته یې د ژورنالېزم په برخه کې د مسلکي کادرونو د روزنې او علمي ظرفیت لوړونې لپاره منظم فعالیتونه پیل کړل.
د فعالیت په لومړیو پړاوونو کې ژورنالېزم په عمومي بڼه تدریسېده؛ خو د مسلکي اړتیاوو، د رسنیو د پراختیا او د ژورنالېزم د زدهکړو د تخصصي کېدو له اړتیا سره سم، د «مطبوعاتو» او «راډیو او تلویزیون» په نوم دوه تخصصي څانګې رامنځته شوې. د دغو څانګو رامنځته کېدو د محصلانو لپاره زمینه برابره کړه، چې د ژورنالېزم په بېلابېلو برخو کې تخصصي او عملي زدهکړې ترلاسه کړي.
ژورنالېزم د لوړو زدهکړو د معیاري کولو او د علمي همکاریو د پراختیا په موخه، د هېواد د یو شمېر پوهنتونونو د ژورنالېزم پوهنځیو له نړیوالو علمي بنسټونو او پوهنتونونو سره علمي همکاریو او توأمیتونو ته زمینه برابره شوه. په همدې لړ کې د هرات، ننګرهار، شیخ زاید او مزار پوهنتونونو د ژورنالېزم پوهنځیو له بال سټېټ، سنجوسټېټ او اریزونا پوهنتونونو سره علمي اړیکې او دوه اړخیزې همکارۍ لرلې. د دغو همکاریو په پایله کې، د لوړو زدهکړو وزارت په همغږۍ او د اړوندو پوهنتونونو د استادانو په علمي هڅو، د هېواد په کچه د ژورنالېزم د پوهنځیو نصاب (کریکولم) د یووالي او معیاري کېدو لپاره ګډ علمي کار ترسره شو.
د نوي متحد او معیاري شوي کریکولم له مخې، د ژورنالېزم د زدهکړو د محتوا، مسلکي اړتیاوو او د رسنیو د نوې ټکنالوژۍ د پرمختګونو په پام کې نیولو سره، د ۱۳۹۵ هـ.ش کال په لومړیو کې د پوهنځي په جوړښت کې مهم علمي او اداري بدلونونه رامنځته شول. د «مطبوعاتو» او «راډیو او تلویزیون» څانګې د «ژورنالېزم ډیپارټمنټ» تر چتر لاندې مدغمې شوې او ورسره د «عامه اړیکو» په نوم نوې تخصصي څانګه هم رامنځته شوه. د دغو تشکیلاتي بدلونونو له امله د پوهنځي نوم هم د «ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي» په نوم بدل شو.
عملي زدهکړې او مسلکي روزنه
د ژورنالېزم څانګه د نظري زدهکړو ترڅنګ د محصلانو عملي او مسلکي روزنې ته ځانګړې پاملرنه کوي. د همدې موخې لپاره د «شیخ زاید» په نوم راډیويي رسنۍ فعاله ده، چې محصلان په کې د ژورنالېزم د اصولو، مسلکي معیارونو او عملي مهارتونو له مخې بېلا بېلې تجربوي او روزنیزې خپرونې چمتو او وړاندې کوي.
د «شیخ زاید» راډیو د محصلانو لپاره د عملي زدهکړې یو مهم چاپېریال بلل کېږي، چې له لارې یې محصلان د خبر جوړونې، راپور ورکولو، مرکې، د خپرونو د تولید، ویاندویۍ او نورو اړوندو ژورنالېستیکي مهارتونو په برخه کې عملي تجربه ترلاسه کوي. دغه عملي بهیر د دې لپاره زمینه برابروي، چې محصلان خپلې نظري زدهکړې له مسلکي تجربو سره وتړي او د رسنیو د کاري چاپېریال لپاره چمتو شي.
علمي کادر او د فارغانو مسلکي ونډه
د ژورنالېزم څانګه اوس مهال اووه تنه علمي کادرونه لري، چې د ژورنالېزم په علمي او عملي برخو کې د محصلانو د روزنې او مسلکي ظرفیت لوړونې لپاره تدریسي او علمي فعالیتونه ترسره کوي. څانګه هڅه کوي، چې د معاصر ژورنالېزم د اړتیاوو، رسنیزو بدلونونو او مسلکي معیارونو په پام کې نیولو سره داسې مسلکي او علمي کادرونه وروزي، چې په ملي او نړیواله کچه د رسنیو او علمي بنسټونو په پرمختګ کې اغېزمنه ونډه واخلي.
د ژورنالېزم څانګې فارغان تر دې دمه د هېواد په بېلا بېلو ملي، خصوصي او نورو رسنیزو بنسټونو کې په بېلا بېلو مسلکي برخو کې دندې ترسره کوي. یو شمېر فارغان یې د هېواد په پوهنتونونو کې د ژورنالېزم او عامه اړیکو په پوهنځیو او څانګو کې د رسمي او قرار دادي استادانو په توګه علمي خدمت کوي. همدارنګه، د څانګې یو شمېر فارغان په نړیوالو رسنیو کې د ژورنالېستانو او رسنیزو مسلکي کارکوونکو په توګه فعالیت لري.
په ټوله کې، د ژورنالېزم څانګه د علمي زدهکړو، عملي روزنې، مسلکي مهارتونو او رسنیزې تجربې د یوځای کولو له لارې هڅه کوي، چې داسې مسلکي او ژمن ژورنالېستان وروزي، چې د معاصرو رسنیو له اړتیاوو سره سم د هېواد د رسنیز او علمي بهیر په پیاوړتیا کې رغنده ونډه واخلي.
د ژورنالیزم څانګې لرلید او مأموریت
لرلید (Vision)
ژورنالیزم څانګه به، د هېواد او سیمې په کچه، د معیاري زده کړو، رسنیزو مطالعاتو او علمي څېړنو په برخه کې مخکښه علمي برنامه شي.
مأموریت (Mission)
ژورنالیزم څانګه د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې، په ملي او نړیواله کچه محصلانو ته د معیاري زده کړو پر بنسټ د مسلکي مهارتونو د ودې زمینه برابروي؛ څو د ټولنې او کاري مارکېټ غوښتنو او اړتیاوو ته په کتو، د رسنیز چوپړ په موخه، مسلکي او ژمن کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.
د ژورنالیزم څانګې موخې
د هرې بریا له مهمو بنسټونو څخه د روښانه، مشخصو او د تحقق وړ موخو ټاکل دي. ټاکلې موخې د یوې علمي او اداري ادارې د فعالیتونو مسیر روښانه کوي او د هغې د راتلونکو علمي، مسلکي او پراختیايي پروګرامونو لپاره مشخص چوکاټ برابروي. ژورنالیزم څانګه خپلې علمي او مسلکي موخې په لاندې ډول ټاکي:
- د ژورنالیزم د مسلکي زدهکړو په بهیر کې دیني، ملي، کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو ته پاملرنه.
- د اسلام د لارښوونو او نافذه قوانینو په رڼا کې د بیان د آزادۍ د حدودو او مسئولیتونو په اړه د محصلانو پوهاوی لوړول او د بېلابېلو حقوقي او مسلکي لیدلورو ترمنځ د توپیرونو په اړه علمي درک رامنځته کول.
- د ژورنالیزم په علمي، تخصصي او مسلکي زدهکړو کې د علمي او مسلکي ځانبسیاینې د کچې لوړول.
- د نړیوالو علمي او مسلکي معیارونو په پام کې نیولو سره، د ژورنالیزم د نظري او عملي زدهکړو د کیفیت لوړولو ته پاملرنه.
- د اسلامي، ملي، ټولنیزو او کلتوري ارزښتونو پر بنسټ د مسلکي، ژمنو او وړ کادرونو روزنه او ټولنې ته وړاندې کول.
- د ټولنې د اړتیاوو او لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره، د ګټورو علمي، رسنیزو او مسلکي څېړنو لپاره د مناسب چاپېریال برابرول.
- له کورنیو او نړیوالو علمي او اکاډمیکو بنسټونو سره د دوامدارو علمي همکاریو او توأمیتونو پراختیا.
- د علمي، مسلکي او رسنیزو فعالیتونو له لارې د ټولنې په پرمختګ کې اغېزمنه ونډه اخیستل.
- په کاري مارکېټ کې د فارغانو د جذب او اغېزمن حضور لپاره د هغوی د مسلکي وړتیاوو، مهارتونو او کاري ظرفیتونو لوړول.
- د ژورنالیزم څانګې د علمي، مسلکي او زیربنایي پرمختګ لپاره د کورنیو او نړیوالو بنسټونو د ملاتړ او همکاریو جلبول.
- په ټولنه کې د فعالو رسنیزو او خپرنیزو مرکزونو د کیفیت د لوړولو او پراختیا په موخه د ژورنالیزم د رسنیزو فعالیتونو د مرکزونو ایجاد او پراختیا.
- په ژورنالیزم څانګه کې د ماسټرۍ د لوړو زدهکړو د پروګرام د پیل او پراختیا لپاره د لازمې علمي او اداري زمینې برابرول.
- د تخنیکي اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ژورنالیزم د سټوډیوګانو د ایجاد، تجهیز، ترمیم او پراختیا لپاره له پوهنتون او نورو اړوندو ادارو څخه د لازمې بودجې او امکاناتو ترلاسه کول.
- د مالي سرچینو د پراختیا او د عوایدو د ایجاد له لارې د څانګې د مالي ځانبسیاینې لپاره زمینه برابرول.
- د کادري غړو د تخصصي پوهې، علمي وړتیاوو او تحصیلي درجو د لوړولو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا زدهکړو زمینه برابرول.
- د درسي او علمي کتابونو د تألیف، ژباړې او علمي تدوین په برخه کې د کادري غړو د ظرفیت لوړول او ملاتړ یې کول.
- د رسنیزو علومو د بډاینې او پراختیا په موخه د کادري غړو د علمي ظرفیت لوړولو او د محصلانو د ډلهییزو علمي څېړنو ملاتړ.
- د نړیوالو علمي بدلونونو، د ژورنالیزم د معاصر تحول او د کاري مارکېټ د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د درسي نصاب معیاري کول او دوامداره نوي کول.
- له کاري ونډهوالو، رسنیزو بنسټونو او اړوندو ادارو سره د نصاب د ښهوالي، د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د مناسبو اړیکو او همغږۍ پراختیا.
د لرلید او مأموریت د تصویب بهیر
د ژورنالیزم څانګې لرلید او مأموریت د ۱۴۰۲ لمریز کال د جدي میاشتې په ۷مه نېټه، د څانګې د غونډې په (۱) شمېره پروتوکول کې، له هر اړخیز بحث او ارزونې وروسته ترتیب او د تأیید په موخه د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځي علمي شورا ته ولېږل شول.
یاد لرلید او مأموریت د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځي د علمي شورا د ۱۴۰۲ لمریز کال د جدي میاشتې په ۱۵مه نېټه، د (۱) شمېرې پروتوکول په غونډه کې تأیید شول. وروسته، د ۱۴۰۳ لمریز کال د جدي میاشتې په ۱۵مه نېټه، د پوهنځي په غونډه کې، چې د پروتوکول شمېره یې (۱) وه، یو ځل بیا وارزول شول او له لږو تعدیلاتو وروسته د رأیو په اتفاق تأیید شول.
د ژورنالیزم څانګې لرلید او مأموریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د حوت میاشتې په ۵ مه نېټه، د څانګې د (۱۵) شمېرې پروتوکول په غونډه کې، یو ځل بیا تر هر اړخیز بحث او ارزونې لاندې ونیول شول او د ټولو استادانو د رأیو په اتفاق، په هماغه بڼه تأیید شول. له دې وروسته د پوهنځي علمي شورا ته په رسمي مکتوب کې واستول شول.
د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځي علمي شورا هم یاد لرلید او مأموریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۷مه نېټه، د (۱۴) شمېرې پروتوکول په غونډه کې، د ټولو غړو د رأیو په اتفاق تأیید کړل او په رسمي ډول یې بېرته ژورنالیزم څانګې ته وسپارل.
د ژورنالیزم څانګې کادري غړي
ژورنالیزم څانګه اووه تنه رسمي علمي کادر غړي لري، چې له دې جملې څخه یو تن پوهنوال، یو تن پوهندوی، درې تنه پوهنمل او یو تن د نامزد پوهنیار علمي رتبې لري. سربېره پردې د یادې څانګې یو تن استاد فعلاً په چین هېواد کې د دوکتورا په زده کړو بوخت دی، پنځه تنه د ماسټري تر کچې تحصيلي درجې لري، چې په داخل او خارج کې يې د ماسټري برنامې په بریالیتوب سره سرته رسولې دي. یاده څانګه فعلاً یو تن د علمي کادر غړی د لېسانس تر کچې لوړې زده کړې لري.
|
دنده |
د وروستي تحصيلي سند د اخیستو هېواد |
د وروستي سند په اساس تخصصي برخه |
علمي رتبه |
تحصيلي درجه |
نوم |
شمېره |
|
د څانګې آمر |
افغانستان |
مشري او ښوونيز مدیریت |
پوهنمل |
ماسټر |
اسمعیل عاطف |
۱ |
|
استاد |
افغانستان |
پښتو ادبیات |
پوهنوال |
ماسټر |
نقیب الله عطیش |
۲ |
|
د څېړنو مرستیال |
چین |
نړيوالې اړیکې |
پوهندوی |
دوکتور |
احمد جاوید شکیب |
۳ |
|
استاد |
افغانستان |
پښتو ادبیات |
پوهنمل |
ماسټر |
عزیزالله صدیق |
۴ |
|
استاد |
قزاقستان |
ژورنالیزم |
پوهنمل |
ماسټر |
هلال ارشاد |
۵ |
|
استاد |
افغانستان |
ژورنالیزم |
نامزد پوهنیار |
لیسانس |
دلاور سېلاب |
۶ |
کتلاګ