د کارکوونکو چارو آمريت معلومات
تشکيل
شمېر | نوم | تخلص | دنده | اړیکه | بريښناليک | عکس |
---|---|---|---|---|---|---|
۱ | سبحان الله | حضرت | د کارکوونکو چارو آمر | ۰۷۷۰۱۰۳۰۰۰ | subhanmangal@gmail.com | |
۲ | محمد قیوم | ببرکزی | ګمارنې عمومي مدیر | ۰۷۷۶۵۸۵۸۳۸ | Qayyum.babrakzai@gmail.com | |
۳ | نوراني ګل | نوراني | ظرفیت لوړونې او اداري پراختیا عمومي مدیر | ۰۷۶۵۲۶۹۲۶۷ | noorani.haqmal2016@gmail.com | |
۴ | سلطان محمد | زړه سواند | د ارزيابي، سوانحو او کارکوونکو دارتېاط عمومي مدير | ۰۷۷۲۴۲۵۴۱۵ | sultanmohamad315@gmail.com | |
۵ | محمد نعم | حاضری او دیتابیس مدیر | 0774438736 |
د کارکوونکو چارو آمريت دندې او مسؤلیتونه
د کار کوونکو چارو آمريت په برخه کې لاندې دندې او واکونه لري:
۱- د دندو د حجم په پام کې نيولو سره د اړوندو ادارو مسلکي او اداري تشکيلاتو تنظيم.
۲- د قانون له حکمونو سره سم د اهليت او وړتيا په پام کې نيولو سره د اړتيا وړ کادرونو بشپړول .
۳- د اړوندو کارکوونکو د ظرفيت د لوړولو د برنامو طرحه او تطبيق .
۴- د قانون له حکمونو سره سم د چارو د ښه والي لپاره د کارکوونکو د بدلون په هکله د تصميم نيول .
۵- د قانون له حکمونو سره سم په خپل وخت د کارکوونکو د کلنيو د اجراآتو ارزونه .
د کار کوونکوچارو آمريت د مديريت د تشکيلاتي جوړښتونو د رامنځته کولو او طرحې له پړاو، د دندو له اعلان په ولايت کې د اړوندو چارو د سم تر سره کولو لپاره د شرايطوبرابر اشخاصو استخدام، د کارکوونکو د اجراآتو ارزونه او د هغوې د ظرفيت لوړول، په سوانحو او تقاعد ته د کارکوونکي په سوق پورې اړوندې مسئلې، په دې . پورته کړنې دکارکوونکو چارو د فعاليتونو مهمه برخه ده چې د اړوند آمريت په واسطه ترسره کېږي.
د دغې برخې موخه د ادارې ټاکلې هدف ته د رسيدو لپاره د لايقو او د کار وړ ځواکونو جذب، پالنه، پراختيا او ساتنه ده.
له بلې خوا د کار کوونکو چارو آمريت د چارو برخه، د اداري اصلاحاتو د تطبيق، د کارکوونکو د مديريت او څارنې، د زده کړه ييزو برنامو د کارکوونکو ورپيژندنه، شکايتونو ته د رسيدګۍ او د کارکوونکو روغتيا او خوينديتوب پورې له اړوندو مسئلو د مديريت مسؤليت پرغاړه لري.
د يادونې وړ ده چې په دې اداره کې د افرادو استخدام د کار د قانون، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون او د اړوندو مقررو پربنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمېسيون سره په نږدې همکارۍ کې ترسره کېږي.
د شيخ زايد پوهنتون د تشو بستونو او د استخدام د شرطونو په باره کې زيات معلومات د شيخ زايد پوهنتون په ويب سايټ او ټولنيزو پاڼو کې د لاسرسي وړ دي.
رسالت:
داچی دبشری منابعو امریت یوداساسی اومهمو امریتونو څخه دی ددی خاوری هریو شحص ته په درنه سترګه کتل ،ضوابطو ته په روابطو ترجیع ورکول موپه لومړیتوبونو کی دی ،نوی استخدام کیدونکی اشحاص دمامورینو قانون،کار قانون اودمامورینودطرزسلوک مقرری سره سم استخدام کوی اوددوی داسناد اوسوابقو ساتل په محفوظ ډول خپله وجیبه بولی،دپخوانیو اونویو کارمندانو دظرفیت لوړولو لپاره دمحتلفوورکشاپونو په لاره اچول.دمامورینو ترمنځ دهم اهنګی اوډاډ فضا رامنځ ته کول.دکارمندانو تشویق هڅونه اودسرغړونو په صورت کی تادیب ترڅو ټول کارمندان خپلو وظایفو ته متوجی اوغوره اهداف ترلاسه شی. دکالنیو اجرااتو ارزونه په شفاف ډول سره.
ژمنه :
دافغانستان اسلامی جمهوریت اساسی قانون ،لوړوزده وزارت قوانینو ،لوایحو اومقرراتو ته پوره ژمن اوپه خپله اداره کی به یی پلی اوعملی کوو.
پیغام :دافغانستان ټولو حلکو ورونو،خویندو ته می پیغام دادی چی دخپل وطن ،خاوری سره دزړه له کومی مینه ولری اوپه بوره صداقت اوایمانداری سره وطن ته خدمت وکړی.