د مسلکي پرمختیا مرکز اداري جوړښت

دPDC  مرکز د ۱۳۹۸ کال د جدي (۱۶-  ۱۸) درې ورځينی ورکشاپ چې په لوړو زده کړو وزارت کې داير شوی ؤ د ټولو مرکزونو لپاره لاندې تشکیل تآئيد شو.

ذکر شوي مرکزونه په خپل تشکیل کې یو مسؤل، دوه اداري کارکوونکي، یو اجیر او مشورتي بورډ لري. د مرکز مسؤل او مشورتي بورډ به د پوهنتون په تشکیل کې د علمي کادر غړي وي، ترڅو وکولی شي په ښه ډول چارې مخ ته بوځي. دPDC  مرکز اداري جوړښت په لاندی اورګانوګرام کې په تفصیل سره ښوول شوی او د وظایفو لایحې یې تشریح شوي دي.